روزنامه هیواد

د آسیا جام د کرېکټ ایمرجنګ سیالیو ته د افغانستان لوبډله اعلام شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ د آسیا جام ایمرجنګ ۲۰۱۸ م کال سیالیو ته د لوبغاړو نوملړ خپور کړ.په دغه نوملړ کې د ملی ټیم څلور لوبغاړی کریم جنت، احسان جنت، ناصر جمال او نجیب ځدران ، چې عمرونه یې له ۲۳ کلونو نه لږ دی هم شامل شول. بیټسمن نجیب الله ځدران د لوبډلې مشری کوی، په لوبډله کې عظمت الله عمرزی، قیس احمد، کریم جنت (آلرونډران)، وفادار مومند (فست بالر)، دروېش رسولی او احسان الله جنت (بیټسمنان)، ابراهیم ځدران، شاهد کمال، ناصر جمال، رحمت الله ګرباز، ظاهر خان (بالر)، فضل حق، ضیا اکبر، اکرام علی خیل (وېکیت کیپر) غړیتوب لری.بهیر شاه، ضیا الرحمن شریفی او وقار سلامت خېل د لوبډلې په ریسرف کې دی.د کرېکټ بورډ غوراوی کمېټه وایی، د ټیم غړی د فیټنس پر اساس ټاکل شوی.هغه لوبغاړی چې په دغو سیالیو کې ښه وځلېږی د کرېکټ د نړیوال جام سیالیو کې به د افغانستان د ملی ټیم کې لوبېدو ته ورته چانس ورکړل شی.د افغانستان ایمرجنګ لوبډله په کابل کې خپل تمریناتی کمپ ترسره کړی او اوس مهال د هند په چینا ښار کې په بل تمریناتی کمپ اخته دی.د روانې میاشتې (ډسمبر) په اوومه د آسیا جام دروېشت کلونو یا ایمرجنګ سیالۍ په دوو پړاوونو سریلانکا او پاکستان کې په لاره اچول کېږی.افغانستان په الف ګروپ کې دى او په درې ولوبو کې به د هند، سریلانکا او عمان سره میدان ته شی.د آسیا جام دروېشت کلونو سیالۍ دوه کاله په لاره اچوول کېږی. له دې مخکې افغانستان د ایمرجنګ په دوو سیالیو کې چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ م کلونو کې و شوې ګډون کړى او په دواړو کې یې هند ته ماتې ورکړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید