روزنامه هیواد

د آزادو سیالیو په ، په زړه پورې لوبه کې حبیب، مک ګریګور مات کړ

د آزادې مبارزې (ام.ام.ای) په یوې هیجانی سیالۍ کې د نړۍ مشهور لوبغاړی حبیب نورمحمدوف خپل پیاوړى سیال کانر مک ګریګور ته په څلورم راوند کې ماتې ورکړه.حبیب نورمحمدوف د اکثریت مسلمان هېواد داغستان دی او کریګور د ایرلند دى. د آزادې مبارزې دا هیجانی او د جنجال نه ډکه سیالی د امریکا په لاس ویګاس ښار کې وشوه او تر بری اعلانیدو وروسته دومره جنجالی شوه ،چې د مینه والو د لا ډېر خپگان د ویرې، حبیب نورمحمدوف ته د اتلولۍ کمربند په رینګ کې ورنه کړل شو. د سپورت د نړۍ د مشهورو لوبغاړو داغستانی حبیب نورمحمدوف او ایرلنډی کانر مک ګریګور ترمنځ د لوبې له پیل نه حبیب خپل مشهور حرکتونه کارول چې مک ګریګور راټینګ کړی. د لوبې په څلورم راونډ کې حبیب خپل سیال تر مرۍ راټینګ کړ او هغه ورته د تسلیمېدو اشاره وکړه، خو تر لوبې وروسته اصلی ننداره پیل شوه. هغه دا چې د ایرلنډی کانر مک ګرګور پلویان له دغې پایلې خوښ نه وو، حبیب چې د هغوی بد او رد واوریدل نو د لوبې له رینګ نه یې د ننداره کوونکو منځ ته ځان وغورځوو او هلته له خلکو سره لاس او ګرېوان شو. حبیب تر لوبې وروسته یوې خبری غونډې ته وویل: ((هغوی زما دین،زما هېواد، زما پلار په هکله خبرې راته وکړې، دا څه دی ، چې دوی یې په هکله خبرې کوی، نو ما ځکه له رینګ څخه بهر ټوپ کړ، زه نه پوهیږم ولې خلک د دې مسئلو په هکله خبرې کوی، خو په دې اړه خبرې نه کوی ، چې هغه څه وکړل.)) دغې لوبې د نړۍ په کچه په تېره د حبیب په وطن کې غبرګونونه راپارولی دی. په داغستان کې یو شمېر مینه وال وایی: (( دا زموږ په بریا پای ته ورسېده، اسلام ځان ثابت کړ، حبیب اتل دی، دلته ټول اتلان دى، دا ډېره خوندوره لوبه وه.)) ((څو کاله کېږی زه د حبیب لوبې ګورم، زه نه پوهېږم دا خوښی څنګه څرګنده کړم، هغه ډېره ښه لوبه وکړه.)) په ورته وخت کې د کارنر مک ګریګور یو مینه وال او د هغه د کاری ټیم غړی ټامی مارتین وایی : ((دا ډېره خوندوره لوبه وه، زه له ۲۰۰۷ م کال راهیسې دا لوبې ګورم، دلته د یو ایف سی د یوه مینه وال په توګه راغلى یم، د یوه ایرلنډی په توګه دا د باور وړ نه وه.))

د داغستان دغه مسلمان لوبغاړی له ۲۰۰۸ م کال راهیسې سپورت ته مخه کړې ده او تراوسه ۲۷ لوبې کړې دی او ټولې یې ګټلې ، په دغو لوبو کې یې اته په ناک اوټ، نهه په سب میشن حرکت، او لس یې د لوبې د داور د پریکړې پر اساس ګټلې دی. او سیال یې مک ګریګور له ۲۰۰۸ م کال راهیسې ۲۵ لوبې کړې دی، چې یوازې په څلور کې یې ماتې خوړلې ده.

وحیدالله فیضی

ممکن است شما دوست داشته باشید