روزنامه هیواد

د آذربایجان او ارمنستان پر پوله کې یو آذری سرتېری وژل شوی

د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ د زمری ۱مه د ناګورناقره باغ د لانجمنې سیمې پر سر د جګړې په دوام یوځل بیا په سرحد کې د خونړۍ نښتې راپور ورکړل شو.د آذربایجان د دفاع وزارت په بیان کې وېیلی،چې لومړی ارمنی ځواکونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمی سرحد په کېلباجار سیمه کې ډزې پیل کړې ،چې په نتیجه کې یې یو آذری سرتېری وژل شوی دی.د ارمنستان پوځ په ځواب کې آذربایجانی ځواکونه ګرم بللی او وېیلی یې دی چې د آذری ځواکونو په ډزو یې درې سرتېری ټپیان شوی دی.دا نښته یوه ورځ وروسته له هغه کېږی ،چې د آذربایجان محکمې دیارلس ارمنی پوځیان په غیرقانونی توګه له سرحده د اوښتو او د وسلو د لرلو په تور په شپږکاله بند محکوم کړ.د باکو د لویو جرایمو محکمې په خپل حکم کې وېیلی، چې دا کسان به د حبس د مودې له تېرولو وروسته خپل هېواد ته ولېږل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید