روزنامه هیواد

دینی عالمان دې خلکو ته د ټاکنو په اړه د اسلامی اصولو له مخې معلومات ورکړی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی: ټاکنې یا بیعت د اسلام یو اصل دی او د اسلام خلیفه ګان هم د جبر په اساس نه ، بلکې د ټاکنو او رایو پر اساس خلافت ته رسېدلی دی.

د دغه کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د دوشنبې پر ورځ له دینی عالمانو سره په مشورتی غونډه کې وویل، چې د ټاکنو کمېسیون به په خپلو طرحو او کړنو کې له دینی عالمانو څخه سلا مشورې اخلی او همدارنګه دینی عالمانو ته به دا زمینه برابره کړی، چې خلکو ته د ټاکنو په اړه د اسلامی اصولو مطابق معلومات ورکړی چې په ټاکنو کې ګډون وکړی.

ښاغلی صیاد وویل: (( په افغانستان کې علما خپل نقش لری خلکو ته دا خبره معلومه ده ، چې ټاکنې یا بیعت د اسلام یو اصل دی، که موږ د اسلام تاریخ ته وګورو الله انبیا، د یو درانه مسوولیت لپاره ټاکلی وو اوهغوی په انتخاباتو نه راتلل، بلکې د الله له خوا نه ټاکل کېدل، خو که د خلافت دورې ته وګورو هېڅ د اسلام یوخلیفه که خلفای راشدین او د اسلامی خلافت د امویانو عباسیانو په دور کې وه، یو خلیفه هم په جبر او زور نه دى راغلى، بلکې ټول د بیعت له لارې راغلی دی.)) د ټاکنو کمېسیون په دغه غونډه کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه۳۰۰ دینی عالمانو ګډون کړى وو.ښاغلی صیاد همدارنګه وویل: (( هغه کسان چې د افغانستان د خلکو او نظام مخالف وی او بېلابېلې اعلامیې (د ټاکنو) په اړه چې په اسلام کې جواز نه لری خپروی، اساس نه لری او دا له دینی عالمانو اورو))

ممکن است شما دوست داشته باشید