روزنامه هیواد

دکورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۳۴۶۳ ته ورسېد

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا ویروس د ۱۳۰۹ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.روغتیا وزارت پرون وېیلی، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د ۳۸۳۹ سمپلونو معاینات کړی چې ۱۳۰۹ یې مثبت و.د افغاستان روغتیا وزارت وزارت همدارنګه وېیلی، چې په تیره شپه او ورځ کې په یو شمېر ولایتونو کې له کرونا ویروس څخه ۵۹ ناروغان هم مړه شوی دی.د رسمی شمېرو له مخې ، په دې سره په افغانستان کې دکورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۳۴۶۳ او له دغه ویروس څخه د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۵۱۰۷ ته ورسېد.په تیره شپه او ورځ کې له کورونا ویروس څخه ۷۷۶ ناروغان بیرته روغ شوی ، چې په دې سره هم د بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۷۲۷۰۰ تنه پورته شوو.کورونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ م کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ کې څه باند ې۱۸۲ میلیون او ۶۴۸زره کسان کورونا نیولی او څه باندې دری میلیون ۹۵۶زره نور کسان ورڅخه مړه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید