روزنامه هیواد

دکرېکټ غوره لیګ:  پکتیا له ننګرهاره  او بلخ له کابله لوبه وګټله

د افغانستان غوره لیګ کرېکټ سیالیو څلورمه لوبه چې د پکتیا پنټرز او ننګرهار لېپرډز تر منځ وشوه، پکتیا لوبډلې په ۲۱ منډو وګټله.لوبه د متحدو عربی اماراتو شارجې په کرېکټ لوبغالی کې وشوه.

د دې لوبې پچه پکتیا وګټله او لومړى یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. پکتیا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې وکړې.ننګرهار ونه شوای کړاى ټاکلی هدف بشپړ کړی. په ټاکلو شلو اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳ منډې وکړې.د پکتیا لوبډلې لپاره محمد شهزاد تر ټولو ډېرې ۵۳ منډې وکړې، د ده تر څنګ سمیع الله شینواری ۳۸، کمېرون ډېلپورټ ۳۵، او شاهد اپریدی ۱۹ منډې جوړې کړې.د ننګرهار لپاره بېن کټېنګ درې، ظاهر خان دوې، مجیب ځدراڼ او مېشل مکلېنګهم یوه یوه وېکټه واخیسته.د ننګرهار لوبډلې د توپ وهنې پیل ښه نه و، لومړنۍ وېکټه یې د لومړی اوور په څلورم توپ له لاسه ورکړه او له دې وروسته یې د پیل لوبغاړی یو پر بل پسې وسوځېدل خو د منځ لوبغاړو لوبه یو څه کابو کړه، بېن کټېنګ ۷۱ او حشمت الله شهیدی ۴۹ منډې وکړې.

د تېرې لوبې په پرتله پکتیا ښه توپ اچوونه وکړه، اېسورو اوډانا دوې، شرف الدین شرف، شاهد اپریدی او ضیا الرحمان یوه یوه وېکټه واخیسته.پکتیا خپله لومړۍ لوبه کابل ته بایللې وه او ننګرهار لوبډلې کندهار ته ماته ورکړې وه.

همدارنګه :

د افغانستان غوره لیګ کرېکټ سیالیو درېیمه لوبه چې د بلخ لېجنډز او کابل ځوانانو تر منځ وشوه، بلخ لېجنډز په اتو وېکټو وګټله.د کابل ځوانانو او بلخ لېجنډز تر منځ لوبه کې پچه د بلخ لوبډلمشر محمد نبی وګټله او لومړى یې د بالېنګ یا توپ اچوونې پرېکړه وکړه. دوى بلخ ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه. بلخ ټاکلى هدف په ۱۹ اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.حضرت الله ځاځی د دغې لوبې لومړنۍ لوبغاړى و، چې له ۷ منډو سره افتاب عالم له میدانه بهر کړ.د کابل دویمه وېکټه محمد نبی تر لاسه کړه، چې له ۱۱ منډو سره یې لووک رونچی وسوځاوه. د میرویس اشرف په توپ ګلبدین نایب د کولن انګرام کېچ ونیو او له نهو منډو سره یې له لوبې بهر کړ. د پنځلسم اوور تر پایه کابل ایله څه باندې سل منډې جوړې کړې وې او نیمایی لوبغاړی یې له میدانه بهر و، خو له هغه وروسته راشدخان او لووری ایوانز د لوبې بڼه بدله کړه.لوبډلمشر راشد خان له ایل جی ایوان سره په خورا شانداره ګډه لوبه کې ۹۶ منډې زیاتې کړې او د منډو شمېر یې ډېر کړ.ایوان په دې لوبوکې دویمه نیمه سلیزه بشپړه کړه او د څلورو شپږیزو او څلورو څلوریزو په مرسته د ۶۴ چټکو منډو له جوړولو وروسته د افتاب عالم په توپ بولډ وسوځېد او راشدخان له ۵۶ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو. راشد خان پنځه شپږیزې او درې څلورېزې ووهلې.

د بلخ له لوری عثمان غنی او کولن منرو لوبه پرانیسته او منرو له اوو منډو موندلو وروسته لومړنى لوبغاړى و، چې د راشدخان په توپ له میدانه بهر شو.د بلخ دویم لوبغاړى عثمان غنی و، چې د مسلم مصطفى په توپ ایل جې اېوانز کچ اوټ کړ او ۴۰ منډې یې جوړې وې.د بلخ په بریا کې له ۷۸ منډو سره د ریان ټین او له ۳۸ منډو سره روی بوپارا رول خورا مهم و، چې دواړه ناسوځېدلی پاتې شول.راشدخان، حضرت الله ځاځی، لیوک رونچی، جاوید احمدی کولن انګرام، لوری ایوانز، شاهدالله، مسلم موسی، واینی پارنیل، فرید ملک او ظاهر شهزاد د کابل ځوانان لوبډلی غړی دی او محمد نبی، عثمان غنی، کولن مونرو، روى بوپارا، ریان ټین، دروېش رسولی، اکرام علی خېل، ګلبدین نایب، میرویس اشرف، بین لوغلین او افتاب عالم د بلخ لجنډز لوبډلې ملګری دی.د اکتوبر پنځمه د افغانستان کرېکټ غوره لیګ لومړۍ لوبه کې کابل ځوانانو پکتیا لوبډلې ته په درېیو وېکټو ماتې ورکړه.

ننګرهار لېپرډز له کندهار نایټز څخه لوبه وګټله:

د افغانستان غوره لیګ کرېکټ سیالیو دویمه لوبه چې د کندهار نایټز او ننګرهار لیپرډز تر منځ وشوه، ننګرهار لیپرډز په شپږو وېکټو وګټله. لوبه د متحدو عربی اماراتو شارجې په نړیوال کرېکټ لوبغالی کې وشوه.د لوبې پچه د کندهار لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړى یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. دوی د ټولو شلو اوورونو له لوبې وروسته نهه لوبغاړی له لاسه ورکړل او ۱۳۹ منډې یې ټولې کړې.ننګرهار بیا د ۱۴۰ منډو هدف داسې حال کې پوره کړ، چې نهه توپونه یې لا پاتې وو. د کندهار له لوری کریم جنت تر ټولو ډېرې ۳۹ منډې، کیون اوبرین ۲۲، نجیب ځدراڼ ۱۷ او پاول سټرلینګ ۱۸ منډې وکړې.د ننګرهار لوبډلمشر بین کټینګ تر ټولو ډېرې پنځه وېکټې واخیستې. مجیب ځدراڼ، نوین الحق، ظاهرخان او رحمت شاه یوه – یوه وېکټه تر لاسه کړه.د ننګرهار له لوری نجیب تره کی ۳۲ جانسن چارلس ۳۰ منډې وکړې او حشمت الله شهیدی له ۲۶ او شفیق الله شفق له ۳۵ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شول.

د ننګرهار په لپرډز لوبډله کې اندری رسل، تمیم اقبال، مجیب الرحمان، بین کټینګ، شفق الله شفق، نجیب تره کی، میشل مکلینګهم، مشفق الرحمان، محمد حفیظ، رحمت شاه، نوین الحق، ظاهرخان، سندیپ لمیچن، فضل حق، عمران جنت، نصرت الله قریشی، خیبر عمر، ابراهیم ځدراڼ او فضل نیازی او دغه راز د کندهار په لوبډله کې برېنډون مکلم، وهاب ریاض، اصغر افغان، پاول سټېرلینګ، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، تایمل میلز، سام بیلینګز، افتخار احمد، امیر حمزه، کریم صادق، سید شیرزاد، محمد نوید، وقار، عبدالباقی، وحید شفق، وقارالله اسحاق او ناصر جمال شامل دی.اکتوبر پنځمه د افغانستان کرېکټ غوره لیګ لومړۍ لوبه کې کابل ځوانانو پکتیا لوبډلې ته په درېیو وېکټو ماته ورکړه.

پکتیا لومړى بټېنګ وکړ او ۲۱۸ منډې‌ یې وکړې او کابل ځوانانو دا هدف په وروستی اوور کې پوره کړ. دغو سیالیو کې به ټولټال ۲۳ لوبې وشی، چې دوې به یې نیمه پایلوبې او یوه به یې پایلوبه وی. له ټولو پنځو لوبډلو به څلور لوبډلې نیمه پایلوبو ته ووځی او بیا به دوې لوبډلې د اکتوبر پر ۲۱ مه نېټه پایلوبې
ته ورسېږی.         نور سعید

ممکن است شما دوست داشته باشید