روزنامه هیواد

دکابل د فرهنګی اوونۍ په درناوی د عکس نندارتون جوړ شو

دکابل دفرهنګی اوونۍ په درناوی پرون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو دچارو دمعیین  فاضل سانچارکی له خوا په ملی آرشیف کې دعکس نندارتون پرانیستل شو . په دې نندارتون کې دپخوانی کابل ښار له بېلابېلو کورونواوتاسیساتو څخه  کابو سل قطعې عکسونه نندارې ته وړاندې شوی دی . داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معیین  فاضل سانچارکی ددغه نندارتون  دپرانیستلو په وخت کې وویل  چې ددغه شان نندارتونونو جوړول دکابل ښار پخوانۍ بڼه  انځوروی او نننى نسل د کابل  دمعماری او هنری شتمنیو یادونې ته  ځیر کوی .  سانچارکی طرحه کړه  چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  ددغه شان نندارتونونو دجوړولو ملاتړ کوی .  په همدې ترتیب  دملی آرشیف رییس  محمد افسر رهبین هم دنندارتون دجوړولو په اړوند خبرې وکړې او ویې ویل  چې په دې نندارتون کې دپخوانی کابل ښار له بېلابېلو  کورونو او تاسیساتو  څخه سل  قطعې عکسونه  نندارې ته وړاندې شوی دی او ددغه نندارتون موخه  له نننی  کابل سره  دپخوانی کابل اړوند بلل دی .  ده وویل  دغه عکسونه دکابل دپخوانیو خلکو دژوند اوفرهنګ بیانوونکی دی دغه نندارتون یوې اوونۍ لپاره  دمینه والو پرمخ پرانیستى دى .باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید