د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په کابل کې د وړم مازیګر چاودنې سخت غبرګونونه راپارولی.د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب چې د کابل ښار د وروستی چاودنې د ټپیانو پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی وو دا برید غیر انسانی عمل وباله.ده زیاته کړې ، چې (( د افغانستان د خلکو دښمنان به د داسې غیر انسانی کړنو او بریدونو په ترسره کولو سره هېڅکله هم خپلو موخو ته ونه رسېږی.))په ورته مهال پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پر بوږنووونکې چاودنې سخت غبرګون ښودلی.هغه دا برید بشر ضد او غیر انسانی عمل بللی، چې میندې د خپلو ماشومانو پر وړاندې په یوه وحشیانه پېښه کې ټپی کېږی.کرزی په هېواد کې پر ډېرېدونکی تاوتریخوالی هم جدی اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې اوس په هېواد کې د پردیو د ګټو جګړه روانه ده، چې له امله یې هره ورځ بې ګناه خلک قربانی کېږی.د یادونې وړ ده، چې د کابل ښار په برکی څلور لارې کې وړم مازیګر د پولیسو پر رنجر ډوله موټر چاودنه وشوه ، چې له امله یې ښځې او ماشومان ټپیان شول.ددې پېښې انځورونو او ویډیوګانو په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه پارولی او هغه یې یو غیر انسانی او وحشتناک عمل بللی دی.