روزنامه هیواد

دوو جګپوړو امریکایی چارواکو د افغانستان د جګړې پر سوله ییز حل ټینګار وکړ

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مامورىت عمومی قوماندان وایی: هغه وخت راغلى چې د افغانستان جګړه د سىاسی خبرو له لارې حل شی.جنرال سکاټ مېلر د چهارشنبې په ورځ له اىن بی سی تلوىزىون سره په مرکه کې ووىل: په تېرو دوو مىاشتو کې، چې ده په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مامورىت قومانده په غاړه اخىستې ، د امرىکایی پوځىانو تهاجمی حالت زىات شوى، چې د دې بدلون له کبله د مرګ ژوبلو شمېر ډېر شوى دى،خو ده په عىن حال کې ووىل: د امرىکا متحد اىالتونه منی چې د قوې په زور برىالىتوب نه شی ترلاسه کېداى.جنرال مېلر زىاته کړه : (( زما جاج دا دى چې طالبان هم دې نتىجې ته رسېدلی چې له پوځی لارې برىالی کېداى نه شی، نو که څوک په دې پوى شی چې د قوې په زور برىالى کېداى نه شی، له ځانه پوښتنه کوی ،چې د څه لپاره جنګ. ضرور نه ده، چې زموږ وتلو ته انتظار وباسی، فکر کوم اوس هغه وخت دى چې د جګړې د سىاسی حل لپاره کار پىل شی.))د امرىکا دفاع وزىر جىمز متىس هم د سې شنبې په ورځ ووىل، چې په افغانستان کې پخلاىنه د امرىکا تر ټولو مهم هدف دى.متېس د متحدو اىالتونو د سولې په انستىتىوت کې د وىنا په مهال ووىل، چې د افغانستان د پخلاىنې لپاره د امرىکا ځانګړى استازى زلمى خلىلزاد د همدې هدف لپاره کار کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید