روزنامه هیواد

[ دونیڅک ] سیمه له عسکرو خالی شوه

 کیف او روسی پلوه جلا غوښتونکی وایی، دوی د اوکراین په ختیځ کې د جګړو له لومړیو کرښو خپل عسکر او وسلې په بشپړ ډول ایستلی دی.دا د اعتماد جوړولو د لړۍ له اقداماتو څخه یو دى، چې کولای شی په لوهانسک او دونیڅک سیمو کې د جګړې د ختمولو په هدف څلور اړخیزې سرمشریزې ته لار هواره کړی.په دې سیمو کې له ۲۰۱۴ میلادی کال راهیسې چې جګړې پیل شوې له ۱۳۰۰۰ ډېر کسان وژل شوی.د اوکراین پوځ ویلی ځواکونه‌یې د نومبر په ۱۱مه د دونیڅک له پیتریفسکې سیمې په شا شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید