روزنامه هیواد

دولت د متشبثینو پیاوړتیا ته ژمن دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ غونډې د نویو او کوچنیو تشبثاتو د پیاوړتیا پر طرحې بحث وکړ.په ې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، لومړی د افغانستان بانک سرپرست رییس اجمل احمدی په درېیو برخوکې دغه طرحه تشریح او زیاته کړه، دغه طرحه د نویو او کوچنیو تشبثاتو د مالی او ټولیز ملاتړ او تشکیلاتی اصلاحاتو برخې ټولو وړاندیزونو او ستونزو ته رسېدنه کوی.اجمل احمدی وویل: د کورونا وبا له امله د قرنطین پر مهال نوی ایجاد شوی او کوچنی تشبثات له مالی ستونزو سره مخ شوی، چې دولت د دوی د مالی ستونزو د حل لپاره د پور ورکولو صندوق جوړوی، د مالیې او مالیاتی جریمې د معاف کولو میکانیزم او د دولت او خصوصی سکتور ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی لپاره مشخصې برنامې لری. د سوداګرۍ او پانګونې خونو په استازیتوب خانجان الکوزی، د کسبګرو اتحادیې رییس محمد حسن سپاهی، د سوداګرۍ خونو استازی احمد فهیم دیدار، د صنایعو او کانونو خونې استازی رحیم الله سمندر، د ښځو چارو سرپرستې وزیرې حسینه ساپۍ، د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې عمومی رییسې ندیمه سحر، د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادی ارغندیوال او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال عبدالکریم ملکیار خپل وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.

دوی د کرونا وبا پر مهال د نویواو کوچنیو تشبثاتو د مالی زیانونو د راکمولو لپاره د دولت د ملاتړ مننه وکړه او متشبثینو ته د پور ورکولو د صندوق رامنځته کولو، د مالیاتی جریمې معاف کولو او د دولت او خصوصی سکتور ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی لپاره جوړه شوې طرحه یې وستایله.جمهوررییس د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته د کورونا وبا پر مهال د خصوصی سکتور د فعالیت ستاینه وکړه او وې ویل: د پور ورکولو صندوق مدیریت مهم دی او له زیانمنو متشبثینو سره د مرستې معیارونو واضح کولو لپاره باید مشخص وړاندیزونه وشی چې پر اساس یې د اقتصادی عالی شورا په راتلونکو غونډو کې مشخصې پرېکړې وشی.جمهوررییس مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د قرنطین پر مهال د مالیاتی جرایمو او د دولتی جایدادونو د کرایې معاف کولو میکانیزم په اړه د اقتصادی عالی شورا راتلونکې غونډې ته مشخص وړاندیزونه راوړی چې پر اساس یې دولت روښانه پرېکړې وکړی.

د هېواد جمهوررییس وویل: د پور ورکولو صندوق لپاره باید د لوبې قواعد مشخص شی او له هغه پرته مالی فاجعه رامنځته کېږی او د شفافیت نشتوالی له امله د صندوق چارې دورانی کېدای نشی.

جمهوررییس غنی وویل: دولت له ټولو اصنافو سره واضح بحث کوی او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته په پام به د نویواو کوچنیو تشبثاتو پیاوړتیا ته لا زیاته زمینه برابره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید