روزنامه هیواد

دوستم : د درملنې لپاره ترکیې ته تللى وم

دجمهوری ریاست لومړی مرستیال، عبدالرشید دوستم، له خپلو پلویانو وغوښتل چې د حکومت ضد مظاهرې ختمې او تړل شوې لارې بېرته پرانیزی.ښاغلی دوستم د یکشنبې په ورځ  کابل ته راغى اوپه هوایی ډګر کې یې تود هرکلى وشو. نوموړی وویل چې د ځینو روغتیایی ستونزو له کبله یې په ترکیه کې یو کال او درې میاشتې تېرې کړې.ده وویل ډاکټرانو یې معاینات وکړل او د هغوی سپارښتنه دا وه چې باید په ترکیه کې پاتې شی چې بیا بیا یې معاینات وشی، خو ښاغلی دوستم ونه ویل چې روغتیایی ستونزه یې څه وه.جنرال دوستم له حکومت څخه هم مننه وکړه چې د ده لپاره یې د ښه راغلاست مراسم نیولی وو. دى له هوایی ډګره مستقیماً خپل دفتر ته ولاړ. په مراسمو کې دده دوو مخکښو سیاسی ایتلافیانو عطا محمد نور او محمد محقق هم برخه لرله.ښاغلی دوستم همدغه راز په فاریاب کې د خپل قومندان نظام الدین قیصاری نیونه غیرعادلانه وبلله او زیاته یې کړه چې هغه د ناسمو معلوماتو په اساس نیول شوى دى. شاوخوا درې اوونۍ مخکې د افغانستان ځانګړو ځواکونو ښاغلى قیصاری امنیتی مقاماتو ته د ګواښونو او ځینو نورو تورونو له کبله ونیو او کابل ته یې انتقال کړ.له هغه وروسته، د جنبش پلویانو د شمال په ځینو ولایتونو کې د دوستم د راستنېدو اود قیصاری د پرېښودلو لپاره مظاهرې وکړې او لارې یې وتړلې.خو نوموړی پر خپلو ټولو پلویانو غږ وکړ چې لارې خلاصې کړی او بېرته خپل عادی ژوند پیل کړی. ده همدغه راز په خپلو خبرو کې ټېنګار وکړ چې له طالبانو سره سوله باید د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې وی.جنرال دوستم څه باندې یو کال مخکې ترکیې ته د درملنې لپاره لاړ.د ه د ښه راغلاست مراسم د افغانستان ملی تلویزیون ژوندی او همهاله خپرول.

ممکن است شما دوست داشته باشید