روزنامه هیواد

دهوټلونو د دولتی شرکت د١٣٩٩کال مالی پلان په اصل کې تاییدشو

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهیر په مشرۍ پرون د هوتلونو د دولتی شرکت د عالی شورا غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې دمالیې او د اقتصاد د وزارتونو استازو هم ګډون کړی و دهوټلونو د دولتی شرکت رییس ذبیح الله احسان او د دغه شرکت مسوولینو د ١٣٩٩ کال د مالی پلان په باب څرګندونې وکړې.

دغه راز د مالیې او اقتصاد د وزارتونو استازو هم د دغه پلان په باب خپلې نظرېې وړاندې کړې.

په همدې ترتیب د هوټلونو د دولتی شرکت عالی شورا د دغه شرکت د ١٣٩٩ کال د مالی پلان له څېړنې وروسته د اووه میلیونو افغانیو د اساسی عوایدو او د ٩٨میلیونو پنځه سوه زرو افغانیو غیر اساسی عوایدو او د ٣٨ میلیونو افغانیو د لګښتونوپه تعدیلولو سره په اصل کې تایید کړ.

په دې غونده کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د هوټلونو د دولتی شرکت د عوایدو په ښه والی اوزیاتوالی ټینګاروکړ او څرګنده یې کړه چې اړونده مسوولین دې د هوټلونو د دولتی شرکت د عالی شورا راتلونکې غونډې ته په همدې مقصد یوه طرحه وړاندې کړی .

ممکن است شما دوست داشته باشید