روزنامه هیواد

دطالبانو د پوځی پرمختیاوو د بندولواړتیا

په وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والومخالفانو پوځی تحرکاتو زور اخیستی  دی. ځینو ولسوالیو او نظامی قرارګاوو له بده مرغه سقوط هم کړی دی . دوی وکولای شول یو شمېر ولسوالۍ او پوځی قرارګاوې ونیسی. که د دغو ولسوالیو او نظامی قرارګاوو د سقوط څرنګوالی ته کتنه وشی؛ نو لیدل کېږی، چې ځینی یې له کوم مقاومته پرته د مخالفانو لاس ته لوېدلی دی. پوښتنه دا ده چې ولې دغو مرکزونو مقاومت ونه کړ او سره له دې چې ښه پوره  پوځی تجهیزات یې لرل او کولای  یې شول چې مقاومت وکړی، له کوم مزاحمت پرته یې لاسونه پورته کړل او خپل تجهیزات یې مخالفانو ته وسپارل؟ دا پوښتنه باید ځواب شی، ځکه د دې پوښتنې له ځوابه پرته موږ د ستونزې اصلی رېښې موندلی نه شو او ترهغو چې د مسئلې ژورو ته لاړ نه شوو، ناشونې ده چې د پېښو رښتینی  انځور برابرکړو.دوه خبرې باید سپینې شی: لومړۍ دا چې آیا په دغو پېښو کې کوم پټ لاسونه دی او دا ولسوالۍ او پوځی قرارګاوې د کومې توطیې او دسیسې په پایله کې له هرډول مقاومته پرته مخالفانو ته تسلیم شوې؟ دویمه خبره دا ده ،چې په دغو ولسوالیو او پوځی قرارګاوو کې مېشت افسران او سرتېری د مخالفانو د تبلېغاتو تر اغېز لاندې راغلل او  داسې یې وګڼله چې ګنې  ټول تسلیم شوی دی او یوازې دوی پاتې دی.

دا د اړوندو نظامی ادارو دنده او مسوولیت دی، چې باید وروستۍ پرمختیاوې په ژوره او هراړخیزه توګه وڅېړی او د دغو دوو مسئلو برخلیک څرګند کړی. که د کومې توطئیې او دسیسې خبره مطرح وی؛ نو باید هغه عناصر وموندل شی، چې په دې توطئه او دسیسه کې لاس لری. دا ملی خیانت دی او دوی باید د ملی خیانت په تور عدالت ته کش کړای شی. همدارنګه هغوی ،چې د دغه راز توطیو او دسیسو د کشفولو او شنډولو مسوولیت لری، دوی هم باید ځواب  ووایی. د اړوندو ولایتونو والیان او ولسوالان هم باید ځواب ووایی ،چې دوی ولې په خپل وخت د دغه راز توطئیو او دسیسو مخه ونه نیوله.

که د مخالفانو د زهرجنو تبلېغاتو د اغېزې  خبره مطرح وی؛ نو هم باید په خپل وخت د دغو تبلېغاتو د شنډولو لپاره تدابیر نیول شوی وای. د ولسوالیو او نظامی قرارګاوو مسوولین دنده لری، چې د  خپلو ترلاس لاندې کارکوونکو، افسرانو او سرتېریو ټول حالات وڅېړی، پر هرڅه یې خبروی، د هر افسراو سرتېری روحیه ورته معلومه وی او که احساس کړی چې په کوم ځای کې ستونزه شته؛ نو باید ژر تر ژره د هغې د حل لپاره لاس په کار شی. موږ په عادی حالت کې نه یو؛ بلکې په یو خورا سخت او کړکېچن حالت کې یو. په دغه راز حالت کې وېښو، نوښتګرو او داسې مسوولینو ته اړتیا ده، چې د وضعیت حساسیت درک کړای شی او په خپل وخت اوپراتیفی تدابیر ونیولی شی. همدارنګه اوسنی وضعیت داسې دی، چې لوړپوړی مسوولین باید ډېر وخت په دفترونو کې د کار د مېزونو تر شا تېر نه کړی؛ بلکې د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړشی، له افسرانو او سرتېریو سره له نږدې وګوری، هغوی ته روحیه ورکړی، ویې هڅوی او ملاتړ یې وکړی. موږ د وروستیو پوځی پرمختیاوو رښتینې ارزونې ته اړتیا لرو. دغه راز ارزونه مرسته کوی، چې د پرمختیاوو هراړخیز انځور برابرشی، د ستونزو اصلی لاملونه په ګوته شی او بیا د حل اغېزمنې لارې ورته وموندل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید