روزنامه هیواد

دطالبانوپه یوه ورځ کې ۲۷ ملکی وګړوته مرګ ژوبله اړولې ده

د کورنیو چارو وزارت وایی: تیره ورځ د وسله والو طالبانو په بریدونو او ماین چاودنو کې شپږ ملکی وګړی وژل شوی او ۲۱ کسان ټپیان شوی دی.د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پرون خبریالانو ته په استول شوی غږیږ پیغام کې ویلی، چې دغه ملکی وګړی په لغمان، تخار، سرپل، خوست او ننګرهار کې مړه او ټپیان شوی دی.ارین زیاته کړې ،چې په وژل شوو کسانو کې یو ماشوم او ټپیانو کې ښځې هم شاملې دی.ده ویلی: (( دغه پېښې د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ په منجان، د تخار د خواجه غار ولسوالۍ په قشلاق کندهاری سیمه، د سرپل ولایت د ګوسفندی ولسوالۍ په صیاد سیمه، په جلال آباد ښار، په حصارک ولسوالۍ او د خوست د صبری ولسوالۍ په نهار کلی کې رامنځته شوې دی.))د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین همدارنګه وویل،چې وسله وال طالبان هره ورځ د ماینونو ځای پر ځای کولو سره د ملکی خلکو ژوند اخلی.دا په داسې حال کې ده چې د بلخ مرکز مزارشریف کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه کسان ټپیان کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید