روزنامه هیواد

درې افغان مېرمنو د ملګرو ملتونو د سولې جایزې ګټلې

د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په درشل کې درې افغان مېرمنې توانیدلې چې د ملګرو ملتونو اړوند جایزې وګټی.د ملګرو ملتونو د پراختیایی ادارې یا UNDP له خوا د آسیا پاسیفیک هېوادونو لپاره د (N-Peace Awards) جایزو لړۍ په ۲۰۱۰ م کال کې پیل شوه او هر کال پر لیکه رایه ورکوونکو له خوا هغو کاندیدانو ته رایه اچونه کېږی، چې د سولې، ښځو حقونو او ټیکاو په برخه کې لاسته راوړنې ولری.مقدسه احمدزۍ، خجسته سمیعی او ماری اکرمی هغه درې د ښځو حقونو فعالې افغان مېرمنې دی، چې له اوو نورو کسانو سره یې په ټایلنډ کې د ۲۰۱۸ م کال دغه جایزې ګټلې. خجسته سمیعی افغان خبریاله په شمالی ولایت بلخ کې زیږیدلې او د خبریالۍ له لارې د ښځو حقونو او هغوی پیاوړتیا لپاره مبارزه کوی.هغې بی بی سی ته ویلی: د همدغو هڅو او مبارزو پایله وه چې دغه جایزه یې وګټله.(( نېکمرغه یم چې د سولې، د ښځو حقونو او امنیت په برخه کې ماته دغه انعام راکول کېږی. دا سیالی د ۵۴ آسیایی هېوادونو ترمنځ وشوه ، چې موږ درې افغان مېرمنو هم په کې جایزې ترلاسه کړې. یوازینۍ هیله مې دا ده، چې افغان مېرمنې له خپلو ټولو حقونو سره په یوه سوله ییزه ټولنه کې ژوند وکړی.)) د دې جایزې بله ګټونکې ۲۵ کلنه مقدسه احمدزۍ ده، چې د افغانستان په ختیخ ولایت ننګرهار کې زیږدلې.نوموړې چې د ژورنالېزم او انګلیسی ژبې په برخه کې له کورنۍ پټې زده کړې کړی اوس د افغانستان د ځوانانو پارلمان غړې هم ده.بلخوا په افغانستان کې د سولې او نجونو حقونو لپاره مبارزه کوی.آغلې احمدزۍ د ښځو ۴۰۰ کسیزه شبکه هم سمبالوی، چې ډېری غړې یې د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې اوسی او په کلیوالو سیمو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د شته تاوتریخوالی پر وړاندې فعالیت کوی.د دې جایزې درېیمه ګټونکې ماری اکرمی ده.نوموړې له ۲۰۰۳ م کال را په دې خوا د افغان مېرمنو د وړتیا لوړولو بنسټ مشری کوی، چې تر ډېره یې پام پر هغو مېرمنو دی، چې له ګواښ او تاوتریخوالی اغېزمنې شوې دی.هغې په ۲۰۰۷ م کال کې د ښځو اړوند یو نړیواله جایزه هم اخیستې او په ۲۰۱۶ م کال کې د بی بی سی د سلو اغېزناکو مېرمنو په لېست کې هم شامله وه.د ۲۰۱۸ م کال د سولې ډېرې جایزې افغان مېرمنو ترلاسه کړی.ورپسې دوه انعامونه یوې نیپالۍ ښځې او یو سړی ته ورکړل شوی.یوه یوه جایزه پاکستانۍ، سریلانکا ، اندونیزیا او فلپینیو مېرمنو ګټلې دی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید