روزنامه هیواد

(( دایمی اوربند د مرستو د دوام لپاره تر ټولو مهم شرط دی ))

له افغانستان سره مرسته کوونکی هېوادونه وایی: د راتلونکو کلونو لپاره یې د مرستو د دوام لپاره اوربند تر ټولو مهم شرط دی.ټاکل شوې، چې په راتلونکو ورځو کې جینوا کنفرانس جوړ شی ،چې په هغه کې به مرسته کوونکی هېوادونه له افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنې تازه کوی.اوس تازه اروپایی ټولنه وایی: د افغانستان مرسته کوونکو هېوادونه د خپلو مرستو لپاره لس شرطه ټاکلی دی.په دې شرطونو کې تر ټولو مهم یې دایمی اوربند او همدا راز د سولې خبرې مخ ته وړل دی.په دې کې هغه هېوادونه شامل دی ،چې له افغانستان سره ۸۰ سلنه مالی مرستې کوی.امریکا، برېتانیا، جاپان، جرمنی، استرالیا، کاناډا، فنلنډ او سویډن په دې ډله کې شامل هېوادونه دی.دوی همدا راز وایی ، چې له فساد سره جدی مبارزه، د سولې پروسې بریالی کېدل، د جمهوریت ساتل، د لاس ته راوړنو ساتل، د بشری حقونو مراعاتول، نړیوالو قوانینو ته درناوی کول او دې ته ورته نور هغه موارد دی ،چې د مرستو ددوام لپاره د شرط په توګه ټاکل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید