روزنامه هیواد

داکترعبدالله: دښمنانو غوښتل چې د جنیوا کنفرانس ناکام وښیی، خو له لاسته راوړنو ډک و

د افغان حکومت اجرائىه ریىس وایی: که څه هم د افغانستان دښمنانو هڅه وکړه چې د امنىتی پېښو په رامنځته کولو سره د جنىوا کنفرانس ناکام وښیی، خو دغه کنفرانس برىالى او له لاسته راوړنو ډک و.

داکترعبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزىرانو شورا له غونډې مخکې رسنىو ته ووىل چې په‌دغه کنفرانس کې افغان پلاوی هڅه وکړه چې نړىوالو ته په افغانستان کې د ستونزو او فرصتونو په اړه واقعی معلومات وړاندې کړی.

نوموړی زىاته کړه: (( دا کنفرانس په برىالی کنفرانس بدل شو، په داسې حال کې چې د افغانستان دښمنانو په هغو ورځو کې هڅه وکړه چې د امنىتی پېښو په رامنځته کولو سره چې ملکی او نظامی مرګ ژوبله‌ىې هم لرله، د نړىوالو پام امنىتی پېښو ته واړوی، خو زه فکر کوم دا کنفرانس برىالى و.)) د جنىوا کنفراس چې له وارسا او بروکسل وروسته د افغانستان لپاره بل مهم کنفرانس ګڼل کېږی، د روان مىلادی کال د نومبر مىاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه د سوىس په جنىوا ښار کې د افغان حکومت او ملګرو ملتونو په کوربه‌توب جوړ شوى و.دا په‌داسې حال کې ده چې د دغه کنفرانس له ترسره کېدو شااوخوا یوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د اورانوس په نوم یوه هوټل کې چې د مىلادالنبی مراسم په‌کې روان وو، یوه درنه چاودنه وشوه چې د افغانستان د کورنىو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په‌کې له ۵۵ زىات کسان شهیدان شول او نږدې ۱۰۰ تنه نور ټپىان شول.همدارنګه په پارىس کې د جنىوا کنفرانس د دوهمې ورځې په جرىان کې په کابل کې د چهارشنبې په ماښام په ىوه امنىتی شرکت حمله وشوه چې د یوه برىتانوی په ګډون په‌کې ۱۰ تنه ووژل شول او د ۱۵ بهرنىانو په ګډون ۲۷ نور ټپیان شول.

د دغې حملې مسئولىت وسله‌والو طالبانو منلى و او په اعلامىه کې یې وىلی و، چې ىاده حمله د دوى د پنځو وسله‌والو له لوری شوې او ادعا یې کړې وه چې په‌دغې حمله کې لسګونه کسان وژل شوی او سلګونه نور ټپیان دی.دا شان په یو شمېر نورو ولاىتونو کې هم د افغان ځواکونو او وسله‌والو مخالفىنو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوی وو.د جنىوا غونډه چې دوې ورځې یې دوام وکړ، د افغانستان پر سولې، اقتصادی ځان بسىاىنې او په‌ هېواد کې پر بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو په اړه په‌کې بحثونه وشول.همدارنګه افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د کنفرانس له ګډن‌والو سره د افغان حکومت د سولې طرحه هم وړاندې کړه چې د افغان حکومت په خبره نړىوالو له دغې طرحې کلک ملاتړ اعلام کړ.په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستىال آصف صدىقی وایی: کله هم چې په کورنۍ او نړىواله کچه د افغانستان د ګټو او د نظام د پیاوړتىا لپاره نړىوالې غونډې ترسره کېږی، د افغانستان دښمنان هڅه کوی له موقع نه په استفادې سره د افغانستان دولت تر پوښتنې لاندې راولی: (( که موږ متوجه شو په تېرو ۱۸ کلونو کې مخالفىنو په ډېرو حساسو شېبو او هغو وختونو کې چې موږ غواړو یوه لاسته راوړنه ولرو او یا هم په یو مهم نړىوال کنفرانس کې ګډون وکړو، دوى د ګاونډىو هېوادونو په لمسون هڅه کوی زموږ لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولی.))ښاغلى صدىقی وایی: که څه هم د افغانستان دښمنان تل په‌دې هڅه کې دی چې په مهمو او حساسو وختونو کې د افغانستان نظام نړىوالو ته کمزورى وښیی، خو بىا هم افغان چارواکی توانېدلی چې په نړىوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان لپاره ښه لابی‌ګری وکړی او ښې لاسته راوړنې ولری.

راپور: محمد واصل وصال

ممکن است شما دوست داشته باشید