روزنامه هیواد

دانش: په هېواد کې ډېرى ماشومان له اساسی او لومړنیو حقونو بې برخې دی

په افغانستان کې د لومړی ځل لپاره د ماشومانو د ملاتړ قانون معرفی شو.د ماشومانو لپاره د سالمې روزنې د زمینو برابرول، له دوی د جنسی استفادې مخنیوی، د بچه بازۍ منع، د نامه حق، روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی، د معلولو ماشومانو ملاتړ او معلوماتو ته د دوی لاسرسی هغه موارد دی، چې د ماشومانو د ملاتړ په قانون کې ځای لری.د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل: د دغه قانون معرفی کېدل یو مثبت اقدام دی، خو اوس هم په هېواد کې ډېرى ماشومان د دوی له اساسی او لومړنیو حقونو بې برخې دی.دی زیاتوی:(( که څه هم د ماشومانو د حقونو د ملاتړ په برخه کې دغه قانون واقعاً یو مثبت ګام دی، خو باید وویل شی، چې ښوونې او روزنې او روغتیا ته د معلولو او له خطر سره د مخامخو ماشومانو نه لاسرسی هغه ستونزې دی، چې افغان ماشومان ورسره مخ دی او د دې ستونزې هوارولو ته ټولې اړوندې ادارې مسوولې دی.))ښاغلی دانش وویل: د کار او ټولنیزو چارو، پوهنې، عامې روغتیا او د ښځو چارو وزارتونه او یو شمېر نور بنسټونه باید د ماشومانو د ستونزو حل ته په ګډه سره کار وکړی.نوموړی وویل: په وروستیو دوو کلونو کې د ماشومانو تلفات د اندېښنې وړ دی.د ماشومانو ملاتړ قانون ۱۶ فصلونه او ۱۰۸ مادې لری.د ماشومانو سرغړونو ته د رسیده ګۍ، د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو قانون، د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د چارو د تنظیم مقرره، د مور پر شیدو د ماشومانو د تغذېې مقرره، په پوځی قطعاتو کې د ماشومانو د منع کولو قانون او د ماشومانو او ښځو د تاوتریخوالی د منع قانون هغه قوانین دی، چې په وروستۍ یوې نیمې لسیزه کې تصویب شوی.د ماشومانو د ملاتړ قانون په داسې حال تصویب شو، چې اوس هم زرګونه ماشومان شاقه کارونه کوی، په قاچاق کې کارول کېږی او همداشان له جنسی ځورونې او داسې نورو ناخوالو سره مخ دی.طیب صمیم د افغان ماشومانو په استازیتوب خپلې غوښتنې داسې بیان کړې:(( زما همزولی ټول ماشومان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی، د دغو ماشومانو په استازیتوب زما پیغام تاسې ته دا دی ، چې د سلیمان او نورو ماشومانو په څېر د واټونو پر سر توکی خرڅ نه کړی، دوی باید درس ووایی: او لوبې وکړی، غواړم د سارا په څېر نورې نجونې په کم عمر کې واده نه شی، ښوونځی ته لاړې شی او درس ووایی.))بل خوا په افغانستان کې د یونسېف سرپرستې شیماسن ګوپتا هم د افغان ماشومانو وضعیت اندېښمن وباله او د دوی د ستونزو د هوارولو لپاره یې د یونسېف ادارې د کار پر دوام ټینګار وکړ.دې زیاته کړه:(( د دغه قانون د بریالیتوب لپاره د ماشومانو د حقونو د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره یونسېف به حاضر وی چې د ماشومانو د حقونو د پیاوړتیا او د هر هلک او نجلۍ د برابرو حقونو لپاره فرصتونه برابر کړی.))د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور چې په دغه غونډه کې حاضر و، وویل، چې سره له دې چې دغه قانون د ماشومانو د حقونو د تامین لپاره اغېزمن دی، خو بیا هم دا کړنې کافی نه دی او په دې برخه کې باید نورې هڅې هم وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید