روزنامه هیواد

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو چارو د معینیت خبرتیا

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معینیت په پام کې لری  چې د اګست میاشتې  دولسمه ( دزمری میاشتې  یوویشتمه )  دځوانانو نړیواله ورځ (  دځوانانو لپاره  خوندی ځاى  ))  تر شعار لاندې د ځانګړو غونډو په ترڅ کې  په کابل او ولایتونوکې  دخپلو پتو له لارې  ونمانځی .  له بلې خوا هم  دځوانانو دچارو معینیت  له دولتی ادارو ، سازمانونو ، مدنی بنسټونو ،  فرهنګی ټولنو او د ځوانانو له ټولنیزو سازمانونو څخه غوښتنه کوی  چې ددغې نړیوالې ورځې  دنمانځنې  او دهېواد دځوانانو روا غوښتنو ته  ددرناوی په منظور ،  دځوانانو دچارو له معینت سره  په همغږۍ کې  اویا هم  له خپلو پتو څخه ،  دمطبوعاتی کنفرانسونو او پروګرامونو په جوړولو سره  دځوانانو پیغام  دافغانستان ددولت  مشرتابه او نړیوالو شریکانو ته ورسوی  او دځوانانو په وړاندې خپل مسوولیت اداکړی .

ممکن است شما دوست داشته باشید