روزنامه هیواد

خوړو د خوندیتوب په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه لری چې راتلونکى میلادی کال به د افغانستان لپاره د خوړو د خوندیتوب له درکه د اندېښنې وړ وی.دغه سازمان اټکل کړى ،چې راتلونکى ۲۰۲۰ میلادی کال به تر ١۴ میلیونه او درې لکه کسان په افغانستان کې خوړو ته اړ وی.دغه سازمان تمه لری، چې له دې شمېرڅځه نیمایی اړو کسانو ته مرستې برابرې کړی.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل: په افغانستان کې د اړو کسانو د مرستې لپاره سلګونه میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.نوموړی وایی: (( هیله‌من یو راتلونکى کال اووه میلیونه او یو لک افغانانو ته ځانونه ورسوو، دغه هدف ته د رسېدو لپاره به ٧٣٣ میلیونه امریکایی ډالرو ته اړتیا ولرو.))د جګړې له زیاتېدو سره نورو ګواښونو لکه د ناامنیو پراخېدو زیات کسان له خپلو مېنو کډې کولو ته مجبور کړی.ګل محمد او محمد هاشم په وروستیو کې له ارزګان څخه کندهار ته کډه شوی، دوى د خپلې بې‌وسۍ او بې‌وزلۍ کیسې کوی.ګل محمد وایی: (( نه ډوډۍ لرو، نه سرپناه لرو، نه ښه لرو او نه بد، خلک پر مړو بیرغونه دروی، موږ پر ژوندیو درولی دی.))محمد هاشم وویل: (( دغه مو حالت دى چې اسمان مو (بړستن) او مځکه مو (فرش دى، دا کسان چې دا شپږ اووه میاشتې دلته پراته دی د ماښام ډوډۍ هم نه‌لری، اکثره‌یې سوال کولو ته مجبور شوی دی.))افغان حکومت اړو کسانو ته د مرستې رسول داسې پروسه ګڼی چې کورنۍ او نړیوالې ادارې او خیریه بنسټونه ورته په ګډه کار وکړی.د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر نجیب آقا فهیم آزادۍ راډیو ته ویلی: (( په دې کې شک نه‌شته چې اصلی علت جګړه ده، د جنګ او ناامنۍ ترڅنګ طبیعی پېښو هم دغه وضعیت راوستى دى، په یوه نېستمن هېواد کې د خلکو د شمېر زیاتېدل هم دا قضیه لاپېچلې کوی.))د ملګرو ملتونو او حکومت ترڅنګ د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون هم په افغانستان کې د بې‌وزلۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښیی.د دغه کمېسیون ویاند شکرالله مشکور وایی: د جګړې له ښکېلو لورویې وغوښتل چې له جګړې لاس واخلی چې اوسنى بحرانی وضعیت ختم شی: (( د جنګونو او سیاسی کشمکشونو له امله د فقر کچه ورځ تر بلې په زیاتېدو ده، فقر کولاى شی د بشری حقونو نقض ته مستقیماً زمینه برابره کړی، د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په دې اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوی او هیله کوی چې د جنګ خواوې دې، اوربند او سولې ته غاړه کېږدی ، چې حکومت په ټوله کې وکړاى شی چې د پراختیایی پروژو او د فقر د کچې ټیټولو لپاره لازم تدابیر تر لاس لاندې ونیسی.))د ملګرو ملتونو سازمان وایی: افغانستان به له هغو کسانو سره چې بشری مرستو ته اړتیا لری د مرستې او اقتصادی پراختیا لپاره پر بهرنیو مرستو متکی وی.د ملګرو ملتونو د مرستندوى ماموریت یا یوناما وروستى راپور ښیی چې د ٣۴ ولایتونو له ډلې د ٢۵ ولایتونو اوسېدونکی له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ او عاجلو مرستو ته اړ دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید