روزنامه هیواد

خوستی هنرمند په ۳۲ کلونو کې ۱۰۰۰ هنری اثار جوړ کړی

د خوست په نادرشاکوټ ولسوالۍ کې یوه کس له بېلابېلو توکو څه باندې زر هنری توکی او اثار جوړ کړی.دی وایی: له تېرو ۳۲ کلونو راهیسې یې دې هنر ته مخه کړې او غواړی، چې خپله په شخصی ځای کې هنری نندارځای جوړ کړی، څو خلک دده هنری اثار له نږدې وګوری.۴۵ کلن محمد اسماعیل ځدراڼ د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.نوموړی په تېرو ۳۲ کلونو کې له مختلفو توکو څه باندې ۱۰۰۰ هنری توکی او آثار جوړ کړی.دغه توکی، چې له لرګیو، اوسپنې، رنګونو، قیمتی او ساده ډبرو، فلزی توکو، شیشې، پلاستیک او د مشروباتو له تشو بوتلونو څخه جوړ شوی، په لیدو یې د هر انسان پام ور اوړی او په لاس جوړو شویو دغو توکو ته حیرانېږی.

نوموړی وایی: یاد توکی یې په شپاړلس بېلابېلو برخو کې جوړ کړی، چې زیاتره یې په رسامۍ، خطاطۍ، حکاکی، تابلوګانو، لاسی صنایعو او کلتور برخو کې جوړ شوی.دی زیاتوی: (( ۳۲ کاله کېږی، چې هنر کې کار کوم، تر ننه به مې یو زر اثار جوړ کړی ، په شپاړلسو برخو کې لکه په موزیم کې، ارشیف، نګارستان برخه شوه، خطاطۍ کې، رسامۍ کې، میناتورۍ کې، کاردستی کې، شبکې په ټولو برخو کې مې کار کړی.))ځدراڼ وایی: استاد نه لری او دا ټول توکی او آثار یې د خپل فکر محصول دی.د ده پر وینا په جوړو شویو دغو هنری اثارو کې یو شمېر داسې آثار هم شته، چې په جوړیدو یې لس کاله وخت تېر شوی او ځینې یې بیا داسې هم دی، چې په جوړېدو یې سل زره افغانۍ لګښت راغلی.د هغه په خبره: (( دا هېنداره ده، چې ۵ زره سیکې په کې استعمال شوی، داخلی او بهرنۍ سیکې، کوزه ده، چې تقریباً دوه نیم زره کاله تاریخ به لری او امسا مې جوړه کړی، چې یو لک افغانۍ پرې مصرف شوی او قیمتی تیږې یعنې ډبرې په کې کارولی دی.))اسماعیل ځدراڼ وایی: که دولت ورسره په مالی برخه او د ځای په پیدا کولو کې مرسته ونه کړه او اوس یې تازه تصمیم نیولی، چې په خپل لاس جوړ شوی دغه هنری آثار به په شخصی ځای کې د خلکو نندارې ته کېږدی.د خوست د اطلاعاتو فرهنګ رییس محمد انور زاهد د اسماعیل ځدراڼ د هنری اثارو د ستاینې تر څنګ د ځای د موندلو په برخه کې یوځل بیا ژمنه تازه کړه، خو و یې نه ویل، چې کله د ځدراڼ دا هیله ور پوره کړی.دی زیاتوی: (( په تېر کې مو هم د اسماعیل ځدراڼ لپاره اداری کمپلکس کې ځای پیدا کړ، خو له ښاره لرې و، موږ هڅه داده ،چې د ښار په څنډو او یا منځ کې داسې ځای پیدا کړو، چې هغه دولتی هم وی او د ته یې ورکړو.)) اسماعیل ځدراڼ وایی، اوس هم هره ورځ نږدې ملګری او دوستان د ده کورته ورځی او د ده په لاس جوړ شوی هنری توکی او آثار ګوری، خو وایی، که دولت ورته ځای نه شی پیدا کولی، مجبور دی، چې په خپل شخصی لګښت د دې توکو د نندارې لپاره ځای کرایه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید