روزنامه هیواد

په خوست کې له خیبر پښتونخوا سره د نېزه بازۍ دوستانه لوبه وشوه

بهارخان له امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلی یوه ورځنی لوبه د دې لوبې له ۱۲ لوبغاړو څخه ۶ یې دکوزې پښتونخوا دلوبې کډون وال وو.نوموړی زیاته کړه: د خوست په سرحدی ولایت کې د لومړی ځل لپاره دکوزې پښتونخوا له لوبغاړو سره دنېزه بازۍ لوبه ترسره شوه، خو یاده لوبه په مساوی توګه پای ته ورسېده.بهادر وویل: (( دنیزه بازۍ دلوبې لپاره دکوزې پښتونخوا بنو د سیمې لوبغاړو ته مو بلنه ورکړې وه دلوبغاړو ترځنګ دلوبې ګڼ شمېر مینه وال هم راغلی وو ،دوستانه لوبه ترسره شوه شپږلوبغاړی زموږ او ۶ لوبغاړی دبنو دټیم وو، لوبه مساوی پای ته ورسېده ،یو کپ او یوموترسایکل مو دکوزې پښتونخوا د نیزبازۍ لوبې لوبغاړوته ورکړل)) د نېزه بازۍ دلوبډلې مشر بهادر ویلی لراو بر پښتانه ټول د یوې خاورې بچیان دی او د وخت په تېریدو سره دکرښې دواړو خواو ته د پرتو ولسونو ترمنځ د حکومتونو د ناسمو سیاستونو له امله کوم واټن چې رامنځته شوى د لوبو په ترسره کولو او په تګ راتګ سره به له منځه ولاړشی.نوموړی زیاته کړه،  نورې لوبې هم دکوزې پښتونخوا د نېزه بازۍ د لوبې مینه والو او لوبغاړو سره په پام کې نیول شوی اونوموړی پرافغان حکومت غږ وکړ چې د یادې لوبې لپاره په خوست کې لوبغالۍ جوړ کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید