روزنامه هیواد

خلیل‌زاد د ((م. م)) هغه دریځ ستایلى چې د طالبانو عملیات‌ یې غندلی

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه دریځ ستایلی چې د وسله‌والو طالبانو پسرلنی عملیات‌یې غندلی.خلیلزاد وړمه شپه په ټویټ کې لیکلی، چې په‌دې اړه د نړیوالې ټولنې د نظر له یووالی هرکلی کوی.هغه په دوام کې لیکلی چې د جګړې او تاوتریخوالی د پای ته رسولو او د سولې او اوربند د ټینګښت وخت دی.د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون یو بیان ورکړی او په افغانستان کې یې د طالبانو له‌خوا د پسرلنیو عملیاتو پیل غندلی او ویلی یې دی، چې په‌دې سره به د افغانانو ځورول لاپسې زیات شی.طالبانو د الفتح په نامه تازه پسرلنی جنګ پیل کړی، چې ورسره په ګڼو سیمو کې نا امنۍ او بریدونه زیات شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید