روزنامه هیواد

خلیلزاد پر افغان سولې له پاکستانی چارواکو سره خبرې وکړې

پاکستانی چارواکو د افغانستان د بیاپخلاینې په برخه کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ته ډاډ ورکړ چې پاکستان به د افغانستان د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره هېڅ ډول مرستې ونه سپموی. د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانگړى استازى زلمى خلیلزاد، پرون د سه شنبې په ورځ (اکتوبر ٩) له کابله پاکستان ته لاړ. اسلام اباد ته له رسېدو وروسته ښاغلی خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشی او د هغه هېواد بهرنیو چارو سکرترې تهمینې جنجوعه سره لیدلی او د افغانستان د سولې په بهیر کې یې د پاکستان د رول په هکله ورسره خبرې کړې دی. ښاغلی خلیلزاد سیمې ته د لس ورځنی سفر په پیل کې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په کابل کې د افغانستان له جمهور رییس محمد اشرف غنی، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، لوړپوړو دولتی مقاماتو او افغان شخصیتونو سره ولیدل. د رپوټونو له مخې په اسلام آباد کې له ښاغلی خلیلزاد سره په لیدنه کې شاه محمود قریشی امریکایی استازی ته ډاډ ورکړ چې پاکستان به د افغانستان د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره د هر ډول مرستې نه درېغ ونه کړی. ښاغلی قریشی ویلی چې: (( پاکستان د افغانستان د سولې په اړه د امریکا هڅو ته درناوى لری او په دې باور دى چې افغان کشاله یوازې له سیاسی لارې هوارېدلى شی.)) داسې باور دى چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان همکاری خورا اړینه ده. افغانستان او متحدو ایالتونو په وار وار ادعا کړې چې د پاکستان پوځیان په ځانگړې توگه ددغه هېواد پوځی استخباراتی اداره آى اېس آى، طالبان او لسګونه ترهګرې ډلې ساتی او په افغانستان ،هند او سیمه کې یې ترهګریزو بریدونو ته ګوماری. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانگړی استازی په توگه د ښاغلی خلیلزاد ټاکنه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا نوې هڅه گڼل کېږی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تمه لری چې افغانی الاصله امریکایی زلمى خلیلزاد به وکړاى شی چې طالب مشران د سولې خبرو ته وهڅوی. ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره به زلمى خلیلزاد سیمې ته د لس ورځنی سفر په ترڅ کې عربی متحدو اماراتو، سعودی عربستان او قطر ته هم لاړ شی. ښاغلى خلیلزاد په داسې حال کې سیمې ته سفر کوی چې طالبانو د افغانستان پارلمانی انتخابات (( په بشپړه توگه جعلی )) گڼلی او گواښ یې کړى چې جنگیالی به یې پر افغان امنیتی مقاماتو چې د انتخاباتو په امنیت بوخت دی بریدونه وکړی. په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخلېوال هم په خپل ټوېټر لیکلی چې د ښاغلی خلیلزاد او ورسره پلاوی یې د افغان سولې پر سر خبرې کړې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید