روزنامه هیواد

خلیلزاد : ټولې خواوې د افغان سولې په بهیر کې چټک پرمختګ غواړی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد، ویلی: له طالبانو سره به یې د خبرو بل پړاو د را روانې شنبې په ورځ پیل شی.ده پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی: افغانستان او قطر ته د خپلو وروستیو سفرونو په ترڅ کې ورته مالومه شوې، چې ټولې خواوې په دغه بهیر کې چټک پرمختګ غواړی.دواړو خواوو وړاندې ویلی، چې په تېرو شپږو پړاوو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو هېوادو پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدنې د ډاډ په اړه پرمختګ شوی دی، خو له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو پیلېدل او اوربند یا د تاوتریخوالی کمول هغه دوه ټکی دی، چې امریکا یې سم له واره غواړی خو طالبانو تر اوسه نه ده منلې.بل خوا، په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو جوړه شوې غونډه کې افغان سیاستوالو له دغه هېواده غوښتی، چې په دغه بهیر کې دې همکاری وکړی.دا غونډه د دوو څېړنیزو ادارو په کوربه توب جوړه شوې وه، چې بېلابېلو مشرانو پکې د ویناوو پر مهال په افغان سوله کې د پاکستان رول مهم وباله.د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی وویل: هېواد یې پر افغانستان ستراتېژیک اغېز نه غواړی او ژمنه یې وکړه ، چې حکومت به یې په افغان سوله کې تر خپله وسه، هر راز همکاری وکړی.نوموړی د کنفرانس ګډونوالو ته وویل: ((موږ د افغانستان د خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا درناوی کوو او په دې هېواد کې سوله او خوښی غواړو. ‌هیله مو دا ده چې داسې اړیکی په خپلو کې سره جوړې کړو،  چې د یو بل په چارو کې په نه لاسوهنه او شریکو ګټو ولاړې وی ….‌په افغانستان کې د بې ثباتۍ تر ټولو ډېر زیان تر افغانستان وروسته پاکستان ته اوښتی.))ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی هم د روانې جون میاشتې پر ۲۷ تمه پاکستان سفر وکړی، پاکستان غواړی د ولسمشر غنی له سفر مخکې د دې سفر په اړه د افغان سیاسیونو او مشرانو نظرونه له ځان سره ولری.

ممکن است شما دوست داشته باشید