روزنامه هیواد

خلیلزاد له طالبانو سره د بل پړاو خبرو د پیلولو لپاره قطر ته رسېدلى

په افغانستان کې د سولې لپاره د امرىکا ځانګړى استازى زلمى خلىلزاد وړمه ورځ /جمعه/ له طالبانو سره د اووم پړاو خبرو د پىلولو لپاره دوحې ته رسېدلى دى. ځىنې راپورونه وایی چې خلىلزاد د اووم پړاو تر رسمی خبرو مخکې له طالب استازو سره غىررسمی کتنه کړې ده. د طالبانو او امرىکاىانو ترمنځ د سولې د خبرو دا پړاو په داسې حال کې پىلېږی چې د قطر د تېرو خبرو د پرمختګ په اړه دواړه خواوې ضد و نقىض څرګندونې کوی. د طالبانو د قطر د دفتر وىندوى سُهىل شاهىن د روانې اوونۍ په لومړىو کې ووىل: امرىکا منلې چې له افغانستانه به ټول ځواکونه باسی او بىا به هىڅکله د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوی. خو د افغانستان د سولې لپاره د امرىکا ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد، بې له دې چې د شاهىن ىا د نوموړی د څرګندونو ىادونه وکړی، ووىل چې امرىکا د ىوې هراړخىزې موافقې په لټه کې ده نه ىوازې د خپلو پوځىانو د اېستلو. ىو شمېر نورو امرىکایی چارواکو هم له افغانستانه د پوځىانو د اېستلو احتمال رد کړ.

په ملګروملتو کې د امرىکا د استازولى پلاوی همږغوونکى رادنی هنټر په قطر کې د طالبانو له استازو سره د زلمی خلىلزاد خبرو ته په اشارې ووىل چې امرىکاىانو په دې خبرو کې له طالبانو سره کومه موافقه نه ده کړې.  ده ټىنګار وکړ چې په دې اړه پرېکړه د افغانستان راتلونکى حکومت چې د سولې د موافقې په نتىجه کې رامنځته کېږی، کولى شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید