روزنامه هیواد

خلیلزاد:  لا هم د بین‌الافغانی خبرو لپاره ډېرې هڅې په کار دی

د افغان سولې لپاره د واشنګټن ځانګړى استازى وایی، د سولې په روانو هڅو کې تر اوسه د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره جدی قدمونه نه‌دی اخىستل شوی. زلمی خلىل‌زاد دا خبره د سې شنبې په ورځ کابل کې د ځوانو افغان رهبرانو ىوې غونډې ته چې د امرىکا په سفارت کې رابلل شوې وه، د ىو وېډىویی پىغام له لارې کړې. زلمی خلىل‌زاد افغان ځوانانو ته په‌دې وېډىویی پىغام کې ووىل، اوس هغه وخت رارسېدلى چې جګړه باىد تمامه شی. ترلاسه شوی پرمختګونه باىد وساتل شی. او د ىو بنسټ په توګه ترې د افغانستان په سوله کې او تر سولې وروسته پرمختګ کې کار واخىستل شی. د سې شنبې په ورځ په کابل کې د امرىکا په سفارت کې د امرىکا د نړىوالې پراختىا د ادارې ىا «ىو. اېس. اې. اى. ډی» په نوښت د افغانستان د بېلابېلو ولاىتونو څخه د حکومت، مدنی ټولنې خصوصی سکټور او تعلىمی ادارو ۱۲۰ تنه ځوان مشران د سولې او پخلاىنې په اړه ىو ازاد بحث ته وربلل شوی وو. زلمی خلىل‌زاد ووىل، د امرىکا په استازىتوب دنده لری چې د افغانانو سره د جګړې په ختمېدو کې مرسته وکړی او نړۍ قانع کړی چې له افغانستانه به نړۍ ته راتلونکی کې خطر نه‌وی. د نوموړی په وىنا په همدې هدف‌ىې د افغان حکومت، سىاسی لورو او طالبانو سره د خبرو لړۍ پىل کړې چې په وىنا ىې په ځىنو برخو کې ىې پرمختګ شوى، خو د بىن‌الافغانی خبرو په برخه کې لا هم جدی ګامونه نه‌دی اخىستل شوی. ښاغلی خلىل‌زاد زىاته کړه: (( لومړنی قدمونه اخىستل شوی دی. د افغانستان څخه د بهرنىو ځواکونو د وتلو په بحث کې او همدارنګه په‌دې بحث کې چې افغانستان به نړۍ ته خطر نه‌وی، خو د افغانانو ترمنځ د خبرو په برخه کې او په افغانستان کې دننه د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره د افغانانو ترمنځ د مذاکرې په برخو کې تر اوسه جدی قدمونه نه‌دی اخىستل شوی. همدارنګه د جګړې د پاى ته رسېدو او ىو داىمی او کُلی اوربند په برخه کې هم تر اوسه کوم پرمختګ نه‌دى شوى.))ښاغلی خلىل‌زاد ووىل، پر دې ټولو مسئلو توافق به وخت ونىسی.نوموړی خپله هغه خبره تکرار کړه چې ترڅو پر هر څه توافق نه‌وی شوى پر هېڅ توافق نه‌شته. نوموړی له افغان ځوانانو وغوښتل چې د سولې په‌دې هڅو کې ورسره همکاری وکړی او په روان کال کې دې د سولې لپاره خپل غږ پورته کړی.  د ځوانانو همدې غونډې ته په افغانستان کې د امرىکا سفىر جان بس هم د وېډىویی پىغام له لارې خبرې وکړې، نوموړی ووىل دوى له افغانانو سره د ىوې داسې ټولنې په جوړولو کې مرسته کول غواړی چې د وېرې او خشونت پر ځاى په‌کې هىلې او فرصتونه واوسی.

جان بس افغان ځوانانو ته په خطاب کې ووىل، اساسی پوښتنه چې تاسو او ستاسو هېوادوالو ته مخ ده دا ده چې اىا تاسو ټول ىوځاى اوسېداى شئ؟

اىا تاسو داسې لارې چارې موندلى شئ چې په خپلو اختلافاتو بحث وکړئ؟

اىا تاسو داسې لارې چارې موندلى شئ چې خبرې پرې وکړئ؟

او پرته له دې چې په تهدىد او تاوترىخوالی تمام شی هوار ىې کړئ؟

په کابل کې د امرىکا سفىر له  طالبانو سره د افغانانو احتمالی خبرو ته په اشارې ووىل: (( اىا د افغانستان خلک او طالبان داسې لاره موندلى شی چې هغه مسئلې حل کړی چې تاسو ىې وېشلی ىئ؟ چې تاسو د ګډ اوسېدو لاره ومومئ. د امرىکا حکومت د دې پوښتنې په ځواب نه‌پوهېږی، خو موږ چمتو ىوو چې تاسو سره د ځواب په موندلو کې مرسته وکړو.)) جان بس ووىل، هېواد ىې او همکار ىې زلمى خلىل‌زاد هڅه کوی، افغانانو سره مرسته وکړی چې دې پوښتنو ته ځواب ومومی. په افغانستان کې د امرىکا سفىر د امرىکا په سفارت کې راټولو شوىو افغان ځوانانو ته ووىل، موږ غواړو چې تاسو دا بحث له طالبانو سره ولرئ، خو تر هغې مخکې ښه ده چې په خپلو کې پرې خبرې وکړئ. د نوموړی په وىنا له طالبانو سره په خبرو کې د ټولو ګډون ممکن نه‌دى، خو تاسو ټول د هغه ملی بحث برخه کېداى شئ چې پر دې خبرو اغېز کوی. ټاکل شوې وه چې ىوه اوونۍ مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د کابل څخه ىو پلاوى له طالبانو سره په ىو غونډه کې خبرې کړې وى، خو په وروستۍ شېبه کې افغان حکومت ووىل، قطر په‌دې خاطر چې غونډه کې ىې د کابل څخه د ګډونوالو لېست سره توافق ونه‌کړ، دا غونډه لغوه کړه. اوس بىا زلمی خلىل‌زاد او د افغانستان د سولې په هڅو کې نور ښکېل لوری وایی چې د ىو بلې بىن‌الافغانی غونډې د جوړېدو لپاره له ښکېلو لورو سره کار او هڅې کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید