روزنامه هیواد

خلیلزاد طلوع تلوېزیون ته څه وویل؟

۱. د کاغذ پر مخ له طالبانو سره توافق ته رسېدلی یوو، خو د ټرمپ موافقې ته منتظر یوو.
۲. په ۱۳۵ ورځو کې به له ۵ نظامی اډو ووځو.

۳. اوربند له موږ سره ونه شو. په بین الافغانی مذاکراتو کې به یې سرنوشت معلوم شی.

۴. د ځواکونو د وتو په مهالوېش کې تر اوسه څه نشم ویلاى چې په څومره وخت کې به وځو.

۵- ایا امریکا ته د یوه تهدید په صورت کې د امریکا او طالبانو د مشترکو عملیاتو امکانات شته؟ نه موږ به ترجېح ورکړو چې طالبان پخپله اقدام وکړی.

۶- په موافقتنامه کې د اسلامی امارت نوم شته؟ هو شته خو د دولت په
حیث مو نه دى منلى.

۷ـ تر اوسه څرګنده شوې نه ده چې څوک به زموږ له خوا دا موافقه له طالبانو
سره لاسلیک کړی.

۸-  طالبانو پر موږ او د افغانستان پر حکومت جګړه وبایلله.

۹- حکومتی چارواکو ته موافقتنامه ښودل شوې، خو متن یې ورسپارل شوى نه دى.

۱۰- د بین الافغانی مذاکراتو لړۍ ژر پیلېږی، خو حکومت تر اوسه نه دى توانېدلى چې هیئت وټاکی.

۱۱. د دې چانس نشته او یا کم دى چې ټرمپ به په موافقه کې کوم تغیـیرات راولی.

۱۲- طالبانو په ځینو مسائلو یو دم لاس پورې کړ چې بس په دې مسله دغسې توافق وشو، همداسې باید شی، چې دا موږ ته جالبه وه.

۱۳- زه به ډېر په بین الافغانی مذاکراتو کې نه یم ښکېل خو قطر، اندونیزیا، ناروې، ملګری ملتونه او نور علاقمند دی چې منځګړیتوب وکړی.
۱۴- موږ ته یعنې امریکا ته سوله تر ټاکنو مقدمه ده، خو که ټاکنې د سولې خنډ شی نو دا به ښه نه وی.

۱۵- تر ټاکنو مخکې به زموږ موافقه وشی او بین الافغانی مذاکرات به پیل شی.

۱۶- د امریکا لپاره د امارت راګرځېدل د منلو وړ نه دی، خو دا په بین الافغانی ډیالوګ پورې اړه لری، مګر امریکا نه غواړی چې اسلامی امارت بیا جوړ شی.

۱۷- یو وخت مې فکر کاوه چې طالبان د یوه بهرنی هېواد تر قوماندې لاندې عسکر دی، خو له نهو میاشتو مذاکرې وروسته دې نتیجې ته ورسېدم چې دا فکر مې سم نه دى ، طالبان تر ډېره وطندوسته خلک دی.

۱۸. له امکانه لرې نه ده چې طالبان دې په راتلونکې کې د امریکا دوستان وی.

۱۹- د کورنۍ جګړې کوم خطر راته نه ښکاری، ځکه د همدې لپاره موږ مذاکره کوو چې دا خطر دفع کړو او که خداى مه کړه داسې وشول نو معنا دا چې موږ به ناکامه یو او داسې یوه سوله به مو نه وی کړې چې افغانستان د ثبات خاوند شی.

۲۰- ایا طالبان مدغم کېږی؟ نه موږ په دې اړه بحث نه دى کړى خو طالبان له اصلاحاتو وروسته یو منظم امنیتی ځواک د افغانستان لپاره غواړی.

۲۱- ایا د ډیورنډ په هکله بحث شوى؟ د افغانستان خلکو ته اطمینان ورکوم چې په دې اړه کوم بحث نه دى شوى.۲۲- چین او روسیې هم په مذاکره کې همکاری کړې او د لاسلیک غونډې ته به دعوت شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید