روزنامه هیواد

خلیلزاد : د تاوتریخوالی پر کمولو له طالبانو سره موافقې ته رسېدلی

 د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایی: په وروستیو اوونیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی او دا د افغانستان د سولې پروسه ګواښی.د طالبانو له لوری په هلمند کې له پراخو بریدونو وروسته خلیلزاد وړمه ورځ پر ټوېټرپاڼه په څو ټوېټونو کې لیکلی، چې وروستی تاوتریخوالی د افغانانو او د هغو د سیمه ییزو او نړیوالو ملاتړ کوونکو لپاره خبرداری ورکوونکی دی.ده ویلی، چې له طالبانو سره د ده او جنرال مېلر له څو غونډو وروسته دا موافقه شوې، چې د امریکا او طالبانو د موافقې د بشپړې اجرا او د هغې د ټولو عناصرو او ژمنو د عملی کېدو لپاره ګامونه واخیستل شی.ده زیاته کړې، د دې معنا دا ده، چې د عملیاتو شمېر کم کړل شی. حاضردمه خورا ډېر افغانان وژل کېږی. د موافقې د عملی کېدو په صورت کې به د مرګ ژوبلو شمېر کم شی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی همداراز ویلی، چې د موافقې د عملی کېدو لپاره به دوی خپل رول ولوبوی او په فعال ډول به یې وڅاری. او ټولو خواوو ته په کار ده، چې خپل مسوولیتونه ادا کړی.د ملګروملتو مرستندویې ادارې وایی: د هلمند په جګړو کې، چې په لړ کې برېښنا پرچا شوې، د تلېفون مزې پرې شوی او مخابراتی سیستم ګډوډ شوی دی. په هلمند کې د هغو زرګونو ملکی وګړو د برخلیک په اړه اندېښنې په ډېرېدو دی ،چې د طالبانو له پراخو حملو وروسته د ښکېلو خواوو ترمنځ په جګړه کې ګیر دی. د ملګروملتو پر وینا په هلمند کې روغتیایی خدمتونه له خنډ سره مخ شوی او لارې بندې شوی دی. له هلمنده رارسېدلی راپورونه وایی، چې د وروستیو جګړو له کبله لسګونه زره ماشومان هم له زده کړو بې برخې شوی دی. د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنستی انترنشنل له ښکېلو خواوو غوښتی چې اړو کسانو ته د بشری مرستو د رسېدو په خاطر لارې پرانیزی.

ممکن است شما دوست داشته باشید