روزنامه هیواد

خلیلزاد: د افغان ولسمشریزو ټاکنو لپاره باید چمتووالی ونیول شی

د افغان سولې لپاره د امریکا استازى زلمى خلیلزاد وایی: په افغانستان کې د روانې جگړې سیاسی حل د امریکا لومړیتوب دى.ښاغلی خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه د افغانستان په تړاو وروستیو څرگندونو کې د افغان ولسمشریزو ټاکنو لپاره هم د چمتووالی غږ کړى. په افغانستان کې د امریکا د لومړیتوبونو په اړه د زلمی خلیلزاد وروستۍ څرگندونې په داسې حال کې دی، چې له طالبانو سره د سولې خبرو کې د امریکا د موخو په اړه بېلابېلې انگېرنې مخې ته راغلې او داسې برېښی چې دا دغو انگېرنو ته د ښاغلی خلیلزاد ځواب دى. ځینې انگېرنې دا وې چې گواکې د امریکا پام تر ډېره پر دې ور ټول دى، چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو دایستنې لپاره زمینه برابره کړی، خو ښاغلی خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلی، چې د دوى لومړیتوب د سولې داسې یو بهیر دى چې پایله یې د افغان ستونزې سیاسی حل وی. زلمى خلیلزاد وایی: افغانان تر بل هر څه سولې ته ډېره اړتیا لری.ښاغلی خلیلزاد خپلو ټوېټری پیغامونو کې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم اشاره کړې او په تلویحی ډول یې زرغون څراغ ښوولى.د نوموړی په وینا د سولې لپاره لېوالتیا د دې مخنیوى نه کوی چې افغانان باور وړ ټاکنو ته د چمتوالی غوښتنه وکړی. ښاغلى خلیلزاد وایی: له دې سره هممهاله چې موږ د سولې لپاره چې افغانان یې مستحق دی هلې ځلې کوو ټاکنو ته هم باید چمتو والى ونیول شی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز هم کابل ته په خپل وروستی سفر کې د ولسمشریزو ټاکنو پر وخت په تر سره کېدو ټینگار کړى و.

ممکن است شما دوست داشته باشید