روزنامه هیواد

خلیلزاد: افغانستان باید د امریکا او ایران له کړکېچه لری وی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خلیلزاد وایی: که چېری ایران د افغان سولې په بهیر کې امریکا ته خنډ جوړ کړی د امریکا دمتحدو یالتونو له ((جدی عکس العمل)) سره به مخ شی.

ښاغلی خلیلزاد وړمه شپه په کابل کې له ((اریانا نیوز)) ټلوېزیون سره ځانګړې مرکه کې ویلی، چې ایران باید له امریکا سره خپل سیاسی جنجالونه په افغانستان کې تر سره نه کړی.

ده ویلی:‌ (( که چیری ایران نورې ستونزې په دغه ځای (افغانستان) کې غواړی چې زموږ په هڅو کې پېچلتیا رامنځته کړی، نو زموږ عکس العمل به هم ډېر منفی وی، افغانستان باید د امریکا او ایران له قضیې څخه لری وی.))خلیلزاد پر داسې مهال دغه څرګندونې کوی ، چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران اړېکې یو ځل بیا ترینګلی شوی، خو افغان چارواکو له دې مخکې ویلی و، چې د ایران او امریکا کړکېچ به پر افغانستان اغېزه  ونه کړی.

نوموړی په دغه ځانګړې مرکه کې له اسلام آباد څخه هم غوښتی ، چې د امریکا او نړۍ ترڅنګ له افغانستان سره هم خپلې اړیکې ښې کړی.ده ویلی: په تېرو څو کلونو کې د امریکا او پاکستان اړېکې (( ستونزمنې او پېچلې)) وې خو زیاته یې کړه چې دامریکا متحد ایالتونه له دغه هېواد سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. طالبان له امریکا سره دوامداره اړیکی غواړید افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد همدارنګه ویلی: چې طالبان د سولې له موافقې وروسته له امریکا سره په سیاسی او اقتصادی برخو کې دوامداره اړیکی غواړی.د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې د تېرې مې میاشتې پر ۳۱مه نېټه یې د افغان سولې لپاره افغانستان سیمې او اروپا ته خپل اتم سفر پیل کړى دا مهال په کابل کې له افغان چارواکو او نورو سیاسی او جهادی شخصیتونو سره په لیدنو بوخت دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید