روزنامه هیواد

خلیلزاد : افغانان دې سیاسی جوړجاړی ته د رسېدو لپاره بیړه وکړئ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر کابل پوهنتون تروریستی برید غاندلی او له افغانانو یې وغوښتل، چې داعش او نورو تروریستی ډلو ته ځای ورنه کړی ،چې دا ډول غیرانسانی اعمال ترسره کړی.(( پر کابل پوهنتون د وړمې ورځې تروریستی حمله چې داعش یې د مسوولیت ادعا وکړه، وحشتناکه وه. زه یې غندم او د قربانیانو له کورنیو سره د زړه له کومی غمرازی کوم.)) خلیلزاد پر ټوېټرپاڼه همداراز لیکلی: (( د داعش او یا ورته نورو ترهګرو له خوا د دغسې غیرانسانی اعمالو د ترسره کولو لپاره د فضا ایجادولو مخنیوی وکړئ. د سولې لپاره متحد شئ، اوربند ته لاره ومومئ، او سیاسی جوړجاړی ته بیړه وکړئ. دا ګامونه به د دې نه بیانوونکی بربریت لپاره سم ځواب وی.))تر دې وړاندې د ۲۰۱۶ م کال د اګست په ۲۳ وسله والو طالبانو په کابل کې د افغانستان پر امریکایی پوهنتون برید وکړ او د دغه پوهنتون ۱۳ افغان محصلان او استادان یې ووژل. د هغو په منځ کې یو هم نقیب خپلواک و چې پخوا یې په ستنفورډ پوهنتون کې تدریس کاوه.د کابل پوهنتون پر دېوالونو یو شمېر محصلانو په خپلو لیکلو شعارونو کې له حکومته غوښتی چې په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې ودروی.

ممکن است شما دوست داشته باشید