روزنامه هیواد

خلىلزاد: له انتخاباتو مخکې دې سوله وشی

د افغانستان د سولې لپاره د امرىکا ځانګړى استازى زلمى خلىلزاد وایی: امرىکا د افغانستان سولې ته بىړه لری او ښه دا ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وړاندې سوله وشی.د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسىون د پنجشنبې په ورځ اعلام وکړ،  چې د ولسمشرۍ انتخابات به په ټاکل شوی وخت، ىعنې د راتلونکی کال د حمل په ۳۱ مه نېټه و شی.زلمی خلىلزاد له پی بی اىس نىوز تلوىزىون سره په مرکه کې ووىل: (( دا به اىډىاله وی چې لومړى له طالبانو سره سوله وشی او بىا د ولسمشرۍ انتخاباتو،  ځکه چې طالبان به هم په انتخاباتو ىا هرې بلې طرحې کې ګډون وکړاى شی.)) ده همداراز ووىل: امرىکا باور لری،  چې د طالبانو په ګډون د افغانستان په جګړه کې شاملې خواوې د  جګړې له لارې برىالۍ کېداى نه شی او جګړه د خبرو له لارې پاى ته رسېداى شی.د افغانستان د سولې لپاره د امرىکا د ځانګړی استازی پر وىنا  هر څوک غواړی ، چې د افغانستان جګړه پاى ته ورسېږی او د ښکېلو خواوو ترمنځ سوله او پخلاىنه وشی.ده همداراز ووىل: امرىکا د داسې سولې په لټه کې ده ،  چې د افغانستان د تېرو ۱۷ کلونو د قربانىو ارزښت ولری او دا هېواد بىا د امرىکا او نورې نړۍ لپاره د نړىوال ترورىزم د ټوپ پر تختې بدل نه شی.خلىلزاد د ىوې پوښتنې په ځواب کې ووىل(( هو، موږ د افغانستان د تراژىدۍ پاى ته رسېدو ته بېړه لرو. افغانان د سولې مستحق دی. دوى له ۴۰ کلونو راهىسې په جګړه کې دی، خو موږ په عىن حال کې رىالىست ىوو.))ده ووىل، چې امرىکا د داسې افغانستان غوښتونکې ده ،  چې په ځان متکی وی، د ترورىزم ګواښ په کې نه وی او د بهرنىو پوځىانو حضور ته اړتىا نه لری.د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان له دې سره سره  چې پرې فشار راوړل شو، خپل درىځ ولې بدل نه کړ، خلىلزاد ووىل: (( موږ غواړو،  چې دوى ته ډاډ ورکړو او ما له دوى سره خبرې کړی، چې موږ د سىاسی روغې جوړې په نتىجه کې د داسې افغانستان په لټه کې نه ىوو، چې هغه له دوى سره دښمن وی. موږ غواړو چې نه ىوازې په افغانستان کې سوله وی، بلکې له ګاونډىانو سره هم په سوله کې وی او موږ ته ىې هم د ترورىزم خطر نه وی.))

ممکن است شما دوست داشته باشید