روزنامه هیواد

خلىلزاد د لوى کندهار مشرانو ته له طالبانو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکړل

د افغا سولې لپاره د امرىکا ځانګړى استازى زلمى خلىلزاد وړمه ورځ /سې شنبه/ کندهار ته لاړ. خلىلزاد په کندهار کې د لوى کندهار (کندهار، هلمند، زابل، ارزګان) له قومی مشرانو او ولسی استازو سره ولىدل. ښاغلی خلىلزاد د لوى کندهار مشرانو ته د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو خبرو او په هغو کې د شوی پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل. خو د چارو کتونکی خوشال خلىل وایی چې خلىلزاد د لوى کندهار له مشرانو سره نه، بلکې د کندهار د ولاىتی شورا د ریىس سىد جان خاکرېزوال په شان کسانو سره کتلی دی. د خاکرېزوال په اړه وىل کېږی چې ىو بې سواده زورواک دى چې د کرزی په ملاتړ د ولاىتی شورا رییس ټاکل شوى دى. راپورونه وایی چې خلىلزاد همداراز په کندهار کې د طالبانو له مهمو قوماندانانو سره هم ولىدل. ده پرون د افغانستان له ولسمشر، اجرائیه رییس، د ولسمشر د دفتر رییس، د سولې د دارالانشا رییس، پخوانی جهادی مشر عبدالرب رسول سىاف او د بهرنىو چارو وزىر سره ولىدل. خلىلزاد وړمه ورځ کندهار ته تر روانېدو مخکې له د بهرنىو چارو له پخوانی مرستىال حکمت خلىل کرزی او د مالىې پخوانی وزىر عمرزاخېلوال سره ولىدل. خلىلزاد دا کتنې په قطر کې له طالبانو سره د شپږم پړاو خبرو په درشل کې کوی. دى به پاکستان ته هم لاړ شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید