روزنامه هیواد

خصوصی سکټور تر بېلابېلو فشارونو لاندې دى

د افغانستان د سوداګرۍ او صناىعو خونه وایی چې خصوصی سکټور تر بېلابېلو فشارونو لاندې دى.د افغانستان د سوداګرۍ او صناىعو خونه وایی چې د سوداګرو اختطاف، په لارو کې له سوداګرىزو مالونو پىسې اخىستل، لوړه تعرفه، په ادارو کې فساد، ناسم امنىتی وضعىت او په غىر قانونی توګه د سوداګرو نىول او نورو بېلابېلو لاملونو په افغانستان کې خصوصی سکټور سخت اغېزمن کړى دى.د دغې خونې مرستىال خان جان الکوزی د ىکشنبې په ورځ په کابل کې په خبری غونډه کې له حکومته د خصوصی سکټور د خوندىتوب غوښتنه وکړه. ده ووىل: (( هىله مې دا ده چې دولت له خصوصی سکټور سره د ىو شرىک او همکار په حىث برخورد وکړی، د قوانىنو سختوالى، خپلسری او په ولاىتونو کې شپږ اووه حکومتونه دا ټول هغه عوامل دی چې پر خصوصی سکټور ىې فشار راوستى او اقتصاد ىې خراب کړى.))ښاغلى الکوزى زىاتوی چې د روانو ناخوالو له امله ۱۴۰۰ سوداګرو خپلې پانګې له افغانستانه اىستلی چې دا د هېواد اقتصاد ته لوى زىان دى.په دغه غونډه کې د حاجی بختو په نوم ىو سوداګر حکومت په دې تورن کړ چې دوې اوونۍ وړاندې ىې د حاجی دلاور په نوم ىو سوداګر له وسله والو مخالفانو سره د اړىکو او همکارىو په تور نىولى دى.حاجی دلاور چې د مشرانو جرګې پخوانى سلاکار هم معرفی شوى، د کورنۍ غړی ىې وایی چې نوموړى بېګناه دى او له اړوندو بنسټونو غواړی چې د ښاغلی دلاور دوسىه په بې پرې ډول وڅېړی.په ورته وخت کې د کورنىو چارو وزارت وایی چې د حاجی دلاور په قضىه جدی کار روان دى.د دغه وزارت وىاند نصرت رحىمی ازادۍ راډیو ته وىلی، هر څوک چې په هره کچه وی او جرم وکړی، قانون به ورباندې پلى شی.دا لومړى ځل نه دى چې د سوداګرۍ او صناىعو خونه د خصوصی سکټور په مالکانو باندې د فشارونو او د ورته متوجې امنىتی ګواښونو خبره کوی، بلکې له دې وړاندې ځىنی سوداګر او د دوى د کورنىو غړی تښتول شوی چې بىا وروسته د پیسو په بدل کې ىو شمېر خوشې شوی او ځىنی وژل شوی هم دی.خو د کورنىو چارو وزارت په هېواد کې ټولو سوداګرو او پانګوالو ته د امنىت ډاډ ورکوی او ورنه غوښتنه کوی چې د خطر او بې ځاىه ځورونې په صورت کې دې اړوند امنىتی بنسټونه په جرىان کې پرېږدی.

ممکن است شما دوست داشته باشید