روزنامه هیواد

خاشُقجی د عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوى

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایی، سعودی عربستان مسوولیت لری چې خپله هغه ادعا ثابته کړی چې وایی ترى تم شوى سعودی خبریال په استانبول کې د دغه هېواد له قونسلګرۍ وتلى. جمال خاشُقجی چې له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره‌یې همکاری کوله، د اکټوبر په ۲ مه دې قونسلګرۍ ته ورغلى و چې له خپلې ترکۍ ملګرې سره د واده لپاره ځینې سندونه ترلاسه کړی. د ترکیې د چارواکو په باور خاشُقجی په قونسلګرۍ کې وژل شوى، خو دغه ادعا سعودی عربستان رد کړې
او ویلی یې چې دغه خبریال له قونسلګرۍ وتلى.

ممکن است شما دوست داشته باشید