روزنامه هیواد

حکومت په کابل کې د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو ته کمپ جوړوی

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وایی: تر دې مهاله د هغو کورنیو شمېر ۱۷ زره ته رسېدلی، چې په دې وروستیو کې په ځانګړی ډول د هېواد په شمال کې د افغانستان دښمنانو د جګړو له امله بېځایه شوی او کابل ته یې پناه راوړې ده.غلام بهاء الدین جیلانی، چې د سه‌شنبې په ورځ یې د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د وروستیو دوه میاشتو پر مهال په هېواد کې بېخایه شویو ته د رسېدنې په اړه خبرې کولې، اندېښنه وښوده، چې ممکن په کابل کې د وروستیو بېخایه شویو کورنیو شمېر، ۳۰ زره ته لوړ شی. ښاغلی جیلانی څرګنده کړه: وړمه ورځ هغو کورنیو ته د عاجلې رسېدنې بهیر پیل او تر نیمې شپې یې دوام وکړ، چې د کابل په سرای شمالی ساحه او شهر نو پارک کې راټولې شوی دی.ده ووېیل: پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزارت، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او کابل ولایت نه جوړې د اضطرار کمېټې، د کابل په یوه سیمه کې د بېځایه شویو د ځای پر ځای کولو لپاره د کمپ پر جوړولو کار پیل کړی او تمه ده چې په راتلونکې اوونۍ کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزیر په خبره، اوسمهال به په کمپ کې پر شرایطو د برابرو بېځایه شویو لپاره له ۳ څخه تر ۵ زره خېمو د وېشلو ظرفیت شتون ولری. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو پر بنسټ، د وروستیو دوه میاشتو پر مهال په ولایتونو کې د جګړو له امله د بېځایه شویو شمېر ۶۰ زره ته رسېږی چې له دې جملې ۵۳ زره کورنیو ته د حکومت بېړنۍ مرستې رسېدلی دی. دغه راز پېښتو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، له بین المللی سازمانونو غوښتنه وکړه ،چې د کورنیو بېځایه شویو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره، د فغانستان دولت سره د همکارۍ تر څنګ، له پراخې بېځایه کېدنې د مخنیوی په هدف له طالبانو غوښتنه وکړی ،څو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې پر خلکو ظلم او تاوتریخوالی کم کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید