روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حکومت د غویی اتمې په مناسبت د بندیانو د بښنې فرمان نهایی کړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې، و شوه.په دې غونډه کې، د غویی د اتمې یانې پر افغانستان د پخوانی شوروی اتحاد د وسله وال یرغل پر وړاندې د افغانانو د برحقه جهاد د بریالیتوب په مناسبت د بندیانو د بښنې فرمان نهایی شو، چې له مخې به یې زرګونه زندانیان آزاد شی. د حکومت د رهبرۍ غونډې د افغانستان د اسلامی جمهوریت دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش او همدارنګه د افغانستان د زندانونو عمومی رییس ته دنده وسپارله چې د دې فرمان جزئیات د رسنیو له لارې ولس سره شریک کړی. دغه اقدام د کورونا ویروس د مخنیوی په موخه د هغه توشیح شوی فرمان په تعقیب کېږی ،چې له امله یې په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان له مختلفو زندانونو څخه زرګونه بندیان خوشې شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید