روزنامه هیواد

حکومت باید د روژې لپار د خوراکی توکو بیې کنټرول کړی

د ولسی جرګې یو شمېر غړی وایی: حکومت باید د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د خوراکی توکو بیې کنټرول او د لوړېدو مخه یې ونیسی.د ولسی جرګې غړی وایی: هرکال د روژې په را رسېدو د خوراکی توکو بیې لوړېږی اوخلک له سختو ستونزو سره مخ کېږی.دوی زیاتوی هیله لری، چې حکومت به سږکال د خوراکی توکو بیې کنټرول کړی.ولسی جرګه داسې مهال د بیو پر کنټرول ټینګار کوی، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې عام خلک اوس هم د بیو له لوړوالی شکایتونه لری.د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکی وایی: د روژې په را رسېدو یوځل بیا د خوراکی توکو بیې لوړې شوی او حکومت باید د بیو د لوړېدو مخه ونیسی.د کابل اوسېدونکی احمدګل وایی: په نورو هېوادونو کې د ځانګړو ورځو په مناسبت بیې ټیټېږی، خو په افغانستان کې بیا برعکس بیې لوړېږی.نوموړی وایی: افغان ولس په هره برخه کې ځپل شوی او هیله ده، چارواکی په مرکز او ولایتونو کې بیې کنټرول کړی.کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، کندهار، خوست، پکتیکا، زابل، مزارشریف، پکتیا او لوګر هغه ولایتونه دی، چې اوسېدونکو یې تاند وېب پاڼې ته د بیو له لوړوالی شکایتونه کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید