روزنامه هیواد

حمد الله محب : د ترهګرو د تمویل اصلی سرچینې نېشه یی توکی  دی

د هېواد د ملی امنیت سلاکار  وایی، چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دى او هره ورځ په هېواد کې له ډار اچوونکو سره په جګړه کې  تر پنځوسو کسانو وژل کېږی . حمد الله محب چې تېره اوونۍ یې دروسیې په اوفا ښار کې په لسمه امنیتی غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه : ( په ورځ کې دقربانیانو  دغه شمېر ښیی  چې افغانستان له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې ځاى لری ))

ده ډار اچونه اونېشه یی توکی د یوې سکې  دوه مخونه وبلل او ویې ویل: نېشه یی توکی  د ډار اچوونکو دتمویل اصلی سرچینه ده .د هېواد  د دغه جګپوړی امنیتی مقام له خبرو څخه جوتېږی ، چې افغانستان له ډار اچوونکو سره په یوه اوږده جګړه کې ښکېل  دى او د نړیوالې ټولنې هلې ځلې نه دی بریالۍ شوی، چې دغه کرغېړنه  پدیده کنترول کړی او د هغې د دایمی حل لپاره لارې چارې پیداکړی  له بده مرغه د طالبانو د ډلې د څو کلنې واکمنۍ په وخت کې افغانستان د ډار اچوونکو په امن ځاى بدل شو او د بېلابېلو هېوادونو او ملتونو  ډار اچوونکو په هېواد کې ځاى ونیوه  سره له دې چې  نړیوالې ټولنې په دوه زره یومیلادی کال کې په افغانستان کې د طالبانو واکمنې پاى ته ورسوله خو ډار اچوونکی ډلې لکه څنګه چې هیله یې  کېده پوپناه نه شوې ،بلکې په وروستیو کلونوکې یې سر راپورته کړ اوبیا یې خوځښت پیداکړ  ستونزه په دې کې ده چې د ډار اچونې د یوشان تعریف په باب د هېوادونو ترمنځ همغږۍ  شتون نه درلود   او هر هېواد دخپلو ګټو او سلیقې له مخې هغه تعریف کړه. داکار د دې سبب شو ، چې له ډار اچونې سره د مبارزې تګلورى اوږد شی او په پاى کې  د غوټې سر ورک شی .

له ډار اچونو سره  د مبارزې په بحث کې  ، چې له هغه څخه اتلس کاله تېرېږی دا دافغانستان خلک وو چې زیاتې قربانۍ یې ورکړې  او له نورو څخه زیات زیانمن شول .

اوس که چیرې  دګاونډیو هېوادونو خبرې او یا اندیښنې ، دډار اچونې له ناحیې څخه دی، که چیرې د منځنۍ اسیا هېوادونه ، روسیه اویا داروپا نور هېوادونه  ځانونه د ډار اچوونکواو نورو افراطی ډلو له خطر سره مخامخ بولی ، دا دافغانستان دولت او خلک دی چې په خپلو وینو او سر د ډار اچوونکو دفعالیت دپراختیا خنډ کېږی او داافغانان دی، چې د سیمې او نړۍ  د هېوادونو په نیابت د ډار اچونې له عواملو سره په مبارزه کې دی.

په داسې حال کې چې  نړیوالې ټولنې دافغانستان د خلکو د غې اوږدې او سختې مبارزې ته کم  ارزښت ورکړى واقعیت دا دى چې نړۍ د ډار اچونې یوشان  او واحد تعریف ته نه ده  رسېدلې ،  بلکې دغه مسئله  په مشخصې  سلیقې او ګټو سره تعقیب شوې آن داسې هېواد هم شتون لری چې ځان یې د ډار اچونې پرخلاف مبارزه کې له نړیوالې   ټولنې سره همغږى بللى دى ، خو د ډار اچونې او  افراطیت ملاتړ یې ددولتی سیاست یوه برخه ده .

د ډار اچونې ستونزه هغه وخت حل کېداى شی  چې دسیمې او له سیمې څخه بهر هېوادونو ترمنځ دډار اچونې ، بنسټپالنې او دنېشه یی توکو په برخه کې چې درېواړه  له یوبل سره ځنځیری  اړیکې لری د نظر او عمل موافقه رامنځته شی، سیاسی پوهه واکمنه شی او اعتراف وشی ، چې ډار اچونه یوه نړیواله پدیده ده چې دوست او دښمن نه پېژنی  ، ښه او بد ډار اچوونکى شتون نه لری او تر هغه وخته پورې چې ډار اچونه له منځه لاړه نه شی ، نه شوکولاى  داقتصادی ودې او دډله ییزې  سوکالۍ خبرې وکړو او دهمکارۍ او همغږۍ شعار ورکړو.  نن دافغانستان خلک  له ترهګرۍ سره د مبارزې نړیوال علمبرداران دی، که چیرې  خداى مه کړه دغه کرښه ماته شی نه شوکولاى  په سیمه او له سیمې هاخوا دامنیت خبرې وکړو، ښه به وی چې په دې انسانی او رسالتی مبارزه کې دافغانستان د دولت او خلکو ملګرتیا او ملاتړ وشی

په همدې موخه لازمه ده چې په لومړی ګام کې نړۍ  د ډار اچونې  یوه واحد تعریف ته ورسیږی ،نړیواله موافقه او اجماع رامنځته شی ،له تروریزم   او نېشه یی توکو سره مبارزې  ته دهېوادونو په کاری لومړیتوب کې ځاى ورکړ شی او منسجم اوګډ اقدامات ترلاس لاندې ونیول شی . باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید