روزنامه هیواد

حضرت الله ځاځی د هند په لس اوریزو سیالیو کې لوبېږی

تکړه افغان توپ وهونکی (بټسمن) حضرت الله ځاځی به د لومړی ځل لپاره د هند په ۱۰ اوریزو سیالیو کې ولوبېږی. حضرت الله ځاځی ته وروسته له دې پام واوښت ، چې د افغانستان د غوره لیګ په سیالیو کې ښه وځلېد او د یوې سیالۍ په یوه اوور کې یې ۶ پر له پسې شپږیزې ووهلې.د افغانستان د غوره لیګ سیالیو تر پیلېدو څو ورځې وړاندې د افغانستان د کرېکټ د ملی لوبډلې سرروزونکی فیل سیمنز هیله څرګنده کړې وه ،چې د دې تورنمنټ په لړ کې به یو ښه بټسمن ولیدل شی چې د هند په لیګونو کې ولوبېږی.سیمنز ویلی، د افغانستان بالران ډېر دی او په ګڼو بهرنیو لیګونو کې لوبېږی ، خو تراوسه کوم بټسمن نه لری چې په نړیواله کچه مطرح شی.د سیمنز هیله پوره شوه، حضرت الله ځاځى د هند د ماراتها اربینز (عربین) لوبډلې له لوری غوره شوى دى. دا سیالۍ به د نوومبر له ۲۳ څخه په شارجه کې پیل شی.له ځاځی سره په اربین لوبډله کې نامتو لوبغاړى راشد خان هم ملګرى دى.نجیب الله ځدارن هم په دې لیګ کې لوبېږی.ماراتها اربینز لوبډلې تائید کړه ،چې ځاځی له دوی سره لوبېږی.حضرت الله ځای ۲۰ کلن دى او تراوسه یې د افغانستان لپاره په ۲ یو ورځنیو او درېېو ۲۰ اوریزو سیالیو کې برخه اخیستې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید