روزنامه هیواد

حسین بخش صفری په اماراتو کې د سرو زرو نړیوال مډال وګاټه

د افغانستان د جوجیتسو «Ju Jitsu» د ملی ټیم غړی حسین بخش صفری په اماراتو کې د سرو زرو نړیوال مډال وګاټه.افغان لوبغاړی حسین بخش صفری د روسیې او اردن لوبغاړو ته ماتې ورکړه او د سرو زرو مډال‌ یې پر غاړه کړ.صفری په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلی، چې د دغو سیالیو لپاره ‌یې له دوو اوونیو راهیسې په متحده عربی اماراتو کې خاص تمرینونه هم کړی وو.دا سیالۍ د متحدو عربی اماراتو په کوربه‌توب د العین نړیوالو جوجیتسو لوبو په نامه پیل شوې وې.افغان لوبغاړی حسین بخش صفری تېر کال د جوجیتسو په برخه کې د آسیا د صالون دننه لوبو اتلولی هم ګټلې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید