روزنامه هیواد

حسینې صافۍ په فرهنګی چاروکې د کونړ د والی هڅې وستایلې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ د چهارشنبې په ورځ د کونړ له والی سره په کتنه کې د دغه ولایت د فرهنګی پروګرامونو په باب خبرې وکړې.په دې کتنه کې چې په کابل کې ترسره شوه، د کونړ والی عبدالستاز میرزکوال په بېلابېلو برخو او په تېره بیا فرهنګی برخه کې د دغه ولایت د پرمختیایی  پروګرامونو په باب د بریالیتوبونو، فعالیتونو او ستونزو په بیانولو سره معلومات ورکړل. دغه راز ده د شمس الهُدا کتابتون په باب چې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې جوړ شوى او پرانیستلو ته چمتو دى، په دغه ولایت کې د تفریحی پارک په باب ، چې د جوړولو کار یې دوام لری او د یو شمېر نورو پرمختیایی پروژو په باب  څرګندونې وکړې.حسینې صافۍ په کونړ ولایت کې پرمختیایی او په تېره بیا په فرهنګی برخوکې یې پروګرامونه وستایل او د روزنیزو پروګرامونو، د کاری فرصتونو د برابرولو او ښځو ته یې د فرهنګی خونې د جوړولو په برخه کې د کونړ د والی په پاملرنې ټینګار وکړ.      باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید