روزنامه هیواد

حسینې صافۍ له اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سره د آغاخان فرهنګی بنسټ د همکاریو پر زیاتولو ټینګار وکړ

په دې کتنه کې د آغا خان د فرهنګی بنسټ رییس  اجمل میوندی د هېواد په مرکز او ولایتونوکې د ده دبنسټ د فعالیتونو ، کړنو او دبیا رغاونې د پروژو په اړه معلومات ورکړل  او ویې ویل: یوه له هغو مهمو پروژو  څخه چې  د دغه بنسټ له خوا کار پرې دوام لری دکابل دچهلستون  ماڼۍ  بیا رغاونه ده چې کار یې  تر پنځه څلوېښتو ورځو پورې بشپړېږی .  ده دغه راز د  کابل دبالاحصار  د دېوالونو د یوې برخې د ټینګښت د پروژې ،  دکابل دماشین خانې او دیوشمېر  نورو  پروژو د پلی کولو دکار په باب  چې کار یې د آغا خان د فرهنګی بنسټ  له خوا داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت او له کابل ښاروالۍ سره په همکارى کې پرمخ بېول کېږی  توضیحات ورکړل .  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د دې تر څنګ چې په فرهنګی برخو په تېره بیا د تاریخی آبداتو د بیا رغاونې  په برخه کې  د آغا خان  د فرهنګی بنسټ دکړنو له امله قدردانی وکړه دتاریخی آبداتو او اماکنو بیا رغاونې  ته پاملرنه یې ددغه وزارت  کاری لومړیتوب   وباله .   دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې له دې وزارت سره دآغا خان د فرهنګی بنسټ  په زیاتو همکاریو  باندې ټینګار وکړ .        باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید