روزنامه هیواد

حسینې ساپۍ په چارو کې پر ریښتینولۍ ، رونټیا او حساب ورکولو ټینګار وکړ

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ پرون دیوشمېر ولایتونو داطلاعاتواوفرهنګ  له رییسانو سره په کتنه کې په چارو کې په ریښتینولۍ ،  رونټیا او حساب ورکولو ټینګار وکړ .

په دې کتنه کې  دسمنګانو ، سرپل ، بادغېس ، بامیانو ، تخار ، هلمند او خوست دولایتونو  داطلاعاتواوفرهنګ رییسانو د خپلو فعالیتونو په اړوند  معلومات ورکړل او دغه راز د ترانسپورتی وسایطو دکمښت ، د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاستونو لپاره د ودانیو د جوړولو ، د عامه کتابتونونو د جوړولو ، د تاریخی څلو د ترمیمولو او د زده کړیزو پروګرامونو د برابرولو او د کارکوونکو لپاره  د ظرفیت د لوړولو په اړه یې خپلې غوښتنې او وړاندېزونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له سرپرستې سره شریک کړل .  حسینې ساپۍ دولایتونو داطلاعاتواوفرهنګ د رییسانو د فعالیتونو او کړنو له امله چې په ډېرو کمو امکاناتو سره یې ښه کارونه کړی ، په تېره بیا  د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځنې د پروګرامونو د جوړولو په لاره کې  ، مننه وکړه او دکار په چارو کې یې  په ریښتینولۍ ، رونټیا او حساب ورکولو ټینګار وکړ .

دغه راز  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرستې دامکان ترحده د هغوى دستونزو د لرې کولو او وړاندېزونو ته  درسېدګى لپاره د دې وزارت د  پاملرنې ډاډ ورکړ .
باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید