روزنامه هیواد

حسینې ساپۍ د ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ د رییسانو کړه وړه وستایل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ولایتونو د رییسانو د رپوټ ورکولو غونډه پاى ته ورسېده.دغه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پالیسۍ او پلان ریاست په اهتمام او د مشرتابه پلاوی په شتون د دغه وزارت د مرکزی او ولایتی څانګو د رییسانو د کارونو د څېړنې، لاسته راوړنو، ننګونو، د کاربهیر د ښه والی، د یوې سالمې او حساب ورکوونکې ادارې د جوړولو او د ستونزو د حل لپاره جوړه شوه.هغوى دغه راز د کارونو د ښه والی په خاطر د خپلو کارونو پرسر ستونزې او غوښتنې بیان کړې او د هغو د لرې کولو په موخه یې خپل وړاندیزونه و کړل.دوى د خپلو کارونو یوه لویه ستونزه چې په مرکز او ولایتونوکې د هغوى د ځینو فرهنګی پروګرامونو د تحقق خنډ کېږی؛ د لازمې بودجې کمښت وباله او له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره یې د حکومت د مشرتابه د کمې پاملرنې له امله ګیله وکړه.همدارنګه دغو رییسانو څرګنده کړه چې د لازمو امکاناتو په نشتوالی سره سره، بیا هم هلې ځلې کړې چې زیات کارونه کړی او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه یې وغوښتل چې د ستونزو په لرې کولو کې پاملرنه وکړی.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ د ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ د رییسانو کړه وړه وستایل او د هغوى د ستونزو د لرې کولو لپاره یې چارواکیو ته لارښوونه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید