روزنامه هیواد

حسینې ساپۍ دافغان _ مصر د فرهنګی اړیکو پر لا ټینګښت او پراختیا ټینګار وکړ

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ پرون په کابل کې دمصر  دسفارت له مرستیال اوقونسل سره  په کتنه کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګی  اړیکودلازیات ټینګښت اوپراختیا په باب  خبرې وکړې .

په دې کتنه کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګی اړیکو دلازیات ټینګښت  او پراختیا په اړوند خبرې وشوې اودمصر دسفارت قونسل ددوو اوونیو لپاره دلرغون پېژندنې ریاست دکارکوونکو دروزنې په منظور کابل ته دمصر دلرغون پېژندنې  دبرخې دماهرانو دهیئت  دراتګ او مصر ته دافغانستان لرغون پېژندنې دماهرانو دڅلور کسیزهیئت دبلنې په اړوند توضیحات ورکړل .   دغه راز په دې کتنه کې دفرهنګ ، هنر ، ګرځندوى او خپرونو په لاره کې دهمکارۍ دهوکړه لیک په باب  هم خبرې وشوې .

په همدې ترتیب په کابل کې دمصرقونسل دعربی ژبې دزده کړې  دهغه پروګرام په اړوندچې مصری استادانو له یوکال څخه په لنډه دوره کې  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت یوشمېر کارکوونکو ته زده کړه  ورکړه اواوس پاى ته رسیدلې ده هم معلومات ورکړل .

هغه ټینګار وکړ چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دلیوالتیا په صورت کې به ددې وزارت دکارکوونکولپاره دعربی ژبې دزده کړې  دپروګرام ددویمې دورې له پیلولو سره  همکاری وکړی .

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپى داطلاعاتواوفرهنګ له وزارت په تېره بیا دیوشمېر اړوندو کارکوونکولپاره دعربی ژبې دزده کړې په برخه کې دمصر دسفارت له همکارۍ  څخه مننه وکړه او ددواړو هېوادونو ترمنځ یې دفرهنګی اړیکو پرلازیات ټینګښت او پراختیا ټینګار وکړ.

دغه راز داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معیین پوهاند محمد رسول باوری ددې وزارت ستاینلیک د مصر دالازهر پوهنتون استاد ډاکتر ابراهیم کامل ته چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دیوشمېر کارکوونکو لپاره دعربی ژبې په زده کړه  کې همکاری کړې ده او اوس یې په افغانستان کې دماموریت دوره پاى ته رسېدلې ده ورکړ . باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید