روزنامه هیواد

حسینه صافۍ :نړیوال سازمانونه دې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره  په همغږۍ فرهنګی فعالیتونه وکړی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  سرپرستې وزیرې  حسینې صافۍ په مشرۍ د دې وزارت او د هغو نړیوالو سازمانونو ترمنځ  دهمغږۍ  دبورد غونډه ،چې په افغانستان کې په فرهنګی برخو کې  کار کوی ، پرون جوړه کړه .    په دې غونډه کې په داسې حال کې ،چې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګی چارو  سلاکار  ډاکتر  خوشحال روحی هم  شتون درلود  ، له  خبرو وروسته د دغه بورد ددندو لایحه او کړنلاره   بشپړه شوه او دتائید وړ وګرځېده .  دغه راز  د هغو نړیوالو سازمانونو مسوولینو او استازو، چې په افغانستان کې په فرهنګی  برخو کې کار کوی د خپلو تېرو درېیو میاشتو کړنو رپوټونه  په ترتیب سره  وړاندې کړل او د دغو سازمانونو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ دمعلوماتو د شریک کولو په برخه کې موافقه وشوه او  په همدې ترتیب  دبورد د موسسو غړو لېست هم  بشپړ شو .    دغه راز حسینې صافۍ ټینګار وکړ : هغه نړیوال سازمانونه ،چې په افغانستان کې  په فرهنګی برخو کې کار کوی  باید دخپلو فعالیتونو په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته  معلومات ورکړی  او د دغه بورد دنورو غړو نړیوالو بنسټونو ترمنځ په همغږۍ کې په فعالیت لاس پورې کړی .                    باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید