روزنامه هیواد

حسینه صافۍ: زه له ناوړو دودونو سره مخالفه یم

 د (( هلمند د سولې کاروان)) فرهنګی پلاوی د چهارشنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ سره وکتل .  د دغې کتنې په پیل کې د ((هلمند د سولې کاروان)) فرهنګی مسوول  عبدالمالک همدرد خبرې وکړې او ویې ویل، چې دغه بنسټ د ناوړو دودونو او رواجونو په تېره بیا د هېواد په بېلابېلو ولایتونوکې د جبری ودونو په باب یوه سروې ترسره کړې .   وروسته حسینې صافۍ خبرې وکړې او ویې ویل: زه د افغان مېرمنې په توګه د ناوړو دودونو او رواجونو او په ځانګړی ډول په هېوادکې له جبری ودونو سره مخالفه یم . دې دغه راز په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همکاری څرګنده کړه.   باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید